د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې ۱۵۰۰ تنه د سخت دریځو سره د اړیکو په تور نیولي


د بشري حقوقو ډلو او د تریکې یو شمیر غربي متحدینو ویلي د مخالفینو پر وړاندې د هغه هیواد سخت چلند ښایي فردي آزادۍ محدودې کړي.
د بشري حقوقو ډلو او د تریکې یو شمیر غربي متحدینو ویلي د مخالفینو پر وړاندې د هغه هیواد سخت چلند ښایي فردي آزادۍ محدودې کړي.

ترکي مقاماتو په وروستیو عملیاتو کې څه دپاسه ١٥٠٠ کسان د سخت دریځو ډلو سره د اړیکو لرلو په تور نیولي او غواړي له هغوی نه پوښتنې او پلټنې وکړي.

د رپوټونو له مخې ترکي ځواکونه د څو گواښونو سره مخامخ دي چې په ځانگړې توگه د هغه هیواد په جنوب ختیځ کې د کردستان د کارگر گوند او د اسلامي دولت د ډلې یا داعش سخت دریځو ورته سخت گواښ رامنځ ته کړی دی.

د ترکیې حکومت په تیر کال کې د هغه هیواد په مختلفو برخو کې د خونړیو حملو مسولیت په همدغو دوو ډلو په غاړه اچولی دی.

د ترکیې د کورینو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې په وروستیو عملیاتو کې یې ۱۵۸۹ تنه د سخت دریځو ډلو سره د اړیکو درلودلو په تور نیولي دي او له هغوی به تحقیقات وشي.

د توقیف شویو په ډله کې ۱۰۶۷ تنه یې د پی کی کی یا د کردستان د کارگر گوند سره د اړیکو په تور نیول شوي. د پی کی کی ډله د دریو لسیزو راهیسې د ترکیې د حکومت پر ضد په یاغیگرۍ لاس پورې کړی دی. د ترکیې حکومت، د امریکا متحده ایالات او اروپایي ټولنه د کردستان د کارگر گوند یوه ترهگره ډله بولي.

له دې سربیره ۵۰۱ کسان د ترکي روحاني فتح الله گولِن، سره د اړیکو درلودلو په تور نیول شوي. ښاغلی گولن د اوږدې مودې راهیسې په پخپله خوښه په متحده ایالاتو کې په جلا وطنۍ کې ژوند کوي.

د ترکیې حکومت ادعا کوي چې ښاغلي گولِن د ٢٠١٦ کال د جولای د ١٥ په ناکامه کودتا کې لاس درلود، دغه تور ښاغلي گولن په وار وار رد کړی دی.

د ناکامې کودتا وروسته د ترکیې حکومت شاوخوا ۴۰ زره کسان په هغه هیواد کې نیولي دي او څه دپاسه ۱۰۰ زره تنه یې یا له خپلو دندو گوښه کړي او یا یې هم د هغوی وظایف تعلیق کړي دي.

د بشري حقوقو ډلو او د تریکې یو شمیر غربي متحدینو د اندیښنې په څرگندولو سره ویلي دي هغه سرکوبۍ او ځپنې چې د ترکیې حکومت یې عملي کوي ښایي په هغه هیواد کې د فردي آزادیو د محدودیدو سبب شي.

خو د ترکیې حکومت وایي هغو گواښونو ته په کتلو سره چې دا هیواد ورسره مخامخ دی دغه ډول اقدامات یو لازمي کار دی.

XS
SM
MD
LG