د لاس رسي وړ اتصالات

د اردغان ګوند غواړي محلي انتخابات بیا وشي


د اردوغان واکمن ګوند د استانبول او انقره په محلي ټاکنو کې لویه ماتې خوړلې ده

د ترکیې د ښاروالیو او محلي انتخاباتو وروسته په استانبول او انقره کې په ټاکنو کې د درغلیو ادعاوې شوي دي.

په همدې حال کې د اردغان په مشرۍ د عدالت او پراختیا واکمن ګوند غواړي چې په دغو ښارونو کې له سره انتخابات وشي.

د ټاکنو چارواکو د دغه ګوند هغه غوښتنه رد کړې وه چې د ټولو رایو ۳۱سلنه دې بیا وشمېرل شي. د ټاکنو د کمیسیون له دغه اعلان وروسته د اردعان د ګوند یو چارواکي علي احسان یاووز د سه شنبې په ورځ (اپریل۹) وویل چې دوی په دغو ښارونو کې د محلي ټاکنو بیا ترسره کېدل غواړي.

د ښاغلي اردوغان ګوند د استانبول او انقره په انتخاباتو کې لویه ماتې وخوړه.

خو ښاغلي یاووز وویل چې په ټاکنو کې داسې پېښې شوي دي چې که سم وارزول شي او وڅېړل شي، د ټاکنو پر نتایجو اغیز کولی شي.

د ټاکنو کمیسیون د عدالت او پراختیا د ګوند له پرلپسې غوښتنو وروسته وویل چې دغه کمیسیون کولی شي یوازې د ۵۱ صندقونو رایې بیا وشمېري.

د اسوشیتډپرس د راپور په اساس د ترکیې د ټاکنو کمیسیون د ټاکنو د بیا کېدو په اړه د دغه ګوند پر تازه غوښتنې څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG