د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه د ټاکلې وخت نه مخکې انتخابات کوي


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اعلان کړیدی چې د ولسمشرۍ د مقام لپاره او پارلیماني انتخابات به د خپل وخت نه مخکې وشي

ولسمشر اردوغان ویلي چې د دغه انتخابات چې د ٢٠١٩ کال د نومبر په میاشت کې به کیده، د روان کال د جون په میاشت کې به ترسره شي.

ولسمشر دغه اعلان د ترکیې د ملتپاله گوند د مشر دولت بهایي سره د یو ملاقات نه وروسته کړیدی.

ښاغلي اردوغان په دولتي ټیلوژن ملت ته د وینا په مهال وویل چې هغه او پارلیمان یې کوښښ کوي چې مسلې یوځاې سره حل کړي خو د پخواني نظام ستونزې لا تراوسه پورې په مکمل ډول ندي ختمې شوي.

د یادونې وړ ده چې ترکیه دا مهال پارلیماني نظام لري او اردوغان کوښښ کوي چې د زیات قدرت تر لاسه کولو لپاره دغه د جمهوري ریاست په نظام وربدل کړي.

اردوغان وویل چې که د سوریې حالت ته نظر وشي نو دا خبره ډاگه ده چې مونږ ته پکار ده یو پیاوړی حکومتي نظام ولرو.

اردوان د جمهوري ریاست د نظام د پلي کولو لپاره تیر کال یعني په ٢٠١٧ کال کې ټولپوښتنه کړي وه چې دغه یې په ډیر لږ اکثریت وگټله.

ترکیه به د جون د انتخاباتو نه وروسته په مکمل ډول د جمهوري ریاست نظام ولري.

XS
SM
MD
LG