د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه د اروپايي ټولنې نه غچ اخلي


د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د دې هیواد دولتي تلویزیون ته ویلي دي چې که ترکانو ته د ویزې پرته اروپایي هیوادونو د تگ راتگ زمینه برابره نه شي انقره به هغه موافقه لغوه کړي چې له مخې یې اروپایي ټولنې ته د مهاجرینو د سیلاب د ورتگ مخنیوی کیږي.

ترکیې او اروپایي ټولنې د مارچ په میاشت کې یوه موافقه لاس لیک چې د اروپایي ټولنې هیوادونو ته د مهاجرو د سیلاب د مخنیوي لپاره د اروپایي ټولنې د هڅو یوه برخه گڼل کیږي.

ددې موافقې له مخې هغه مهجرین چې د روان کال د مارچ د میاشتې له ٢٠ څخه وروسته له ترکیې څخه په غیر قانوني توگه یونان ته تللي دي بیرته ترکیې ته استول کیږي.

د lموافقې پر اساس اروپایي ټولنې د ترکیې سره د څه د پاسه درې میلیارده ډالرو مرستې ژمنه کړې وه. همداشان ویل شوي وو چې پر ترکیې وگړو باندې به د ویزو محدودیتونه راکم شي او په اروپایي ټولنه کې به د ترکیې د غړیتوب لپاره نوي امکانات برابر شي.

خو د اروپایي اتحادیې له لورې د صربستان، مونتینیگرو او مقدونیا اوسیدونکو ته د هغې اتحادیې غړو هیوادونو ته د آزاد سفر کولو د امتیاز له ورکولو وروسته ترکیې یو ځل بیا په خپلې غوښتنې ټینگار کړی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر همداشان ویلي دي چې د جرمني حکومت باید خپل موقف څرگند کړي چې د هغه هیواد د پارلمان له پریکړې سره چې د ارمنیانو وژنه یې د ترکیې له لورې نسل وژنه گڼلی، موافق دی او که نه.

د جرمني پارلمان تیره اونۍ د رائیو په اکثریت یو پریکړه لیک تصویب کړ چې په ١٩١٥ کلونو کې د عثماني ترکیې د واکمنۍ پر وخت د شاو خوا یو میلیون او پنځه سوه زره ارمنیانو وژنه یې "نسل وژنه" وگڼله.

ترکیې د نسل وژنې تور رد کړی او وایي چې ددغو خلکو وژنه د کورنۍ ناارامۍ او د جگړې ترخه ثمره ده. انقره همداشان وایي چې ددې جگړې مرگ ژوبله زیاته ذکر شوی ده.

تیر کال پاپ فرانسیس او د اتریش حکومت دغه پیښه نسل وژنه وگڼله او ترکیې خپل سفیران له واتیکان او اتریش څخه وغوښتل.

د ملگرو ملتونو د ١٩۴٨ کال د دسامبر د میاشتې د کنوانسیون له مخې نسل وژنه د بشریت پر ضد تر ټولو سخت جنایت گڼل شوی دی. هر هغه اقدام چې د یو ملت، یوې قومي ډلې، یوې نژادي او یا مذهبي فرقې د بیخي له منځه وړلو لپاره ترسره شي نسل وژنه گڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG