د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې ٢٧٠٠ نور کارکونکي د کاره لرې کړل


د ترکیې حکومت د یکشنبې په ورځ ٢٧٠٠ دولتي کارکونکي د کاره ایسته کړې. دا په دغه ملک کې د ٢٠١٦ کال د ناکامې پوځي کودتا نه وروسته د گڼ شمیر کارکونکو د کاره د لرې کولو وروستۍ پیښه ده.

په هغه کسانو کې چې د یکشنبې په ورځ د کاره لرې کړی شول، پوځي پرسونل، عسکر او عالمان شامل دي. په دغه کسانو باندې د ترهگرو ډلو سره د اړیکو تور لگول شویدی.

د یکشنبې په ورځ د ترکیې د دفاعي چارو مسولې ادارې ته امر وشو چې د دفاع د وزارت پر ځای ولسمشر طیب اردوگان ته دې د خپلو تحقیقاتو نتایج وړاندي کړي.

د ترکیې حکومت د دوه مطبوعاتي ادارو په شمول د ١٧ ادارو د بندیدو امر هم کړې.

د ترکیې حکومت د تیر کال د پوځي کودتا د ناکام کوښښ نه وروسته بیړني حالت نافذ کړیدی او تراوسه پورې یې ٥٠ زره تنه بندیان کړي او ١٥٠ زره تنه یې د کاره ایستي دي. ترکیې په دغو کسانو د فتح الله گولن سره د اړیکو تور لگولې دي.

د ترکیې حکومت د گولن ټولنه ترهگره بولي او په هغه تور لگوي چې د ٢٠١٦ کال د جولایي په میاشت کې د ولسمشر طیب اردوگان په ضد د کودتا په ناکام کوښښ کې ککړ و.

گولن چې په امریکا کې میشت دی، د ترکیې د حکومت دغه ټول تورونه رد کړیدي.

XS
SM
MD
LG