د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه کې د امریکا په سفارت ډزې شوې


ترکیې چارواکي وايي د بریدګرو هدف د دواړو هېوادونو د اړیکو خرابول وو
ترکیې چارواکي وايي د بریدګرو هدف د دواړو هېوادونو د اړیکو خرابول وو

په ترکیه کې د امریکا په سفارت ډزې شوي خو څوک په کې وژل شوي او ژوبل شوي ندي.

د امریکا د متحده ایالاتو سفارت ویلي دي چې ډزې د دوشنبې په سهار (اګست۲۰) د یو موټر نه شوي دي. په راپور کې ویل شوي چې ډزې د سفارت په یوې دروازې شویدي.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې برید د کولو ادعا نده کړې، خو د دې نه معلومیږي چې د امریکا او ترکیې سیاسي جنجال مخ په زیاتیدو دی.

د رویټرز اژانس وایي د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان یو ویاند دا برید غندلی دی او ویلي دي چې هدف یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روابطو خرابول دي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د امریکا د سفارت امنیتي تدابیر یې زیات کړي دي.

په ترکیې کې د امریکا د سفارت یو ویاند ډیویډ ګاینر ویلي دي چې د پیښې په باره کې تحقیقات روان دي.

ښاغلي ګاینر د ترکي پولیسو نه مننه وکړه چې په خپل وخت یې ځانونه د پیښې ځای ته ورسولي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې پولیس او استخبارات د هغه مشکوک موټر پسې ګرځي چې پر سفارت ترې ډزې شوي، خو په دې یې ټینګار کړی چې د ټولو هغو کسانو سره به حساب کتاب کیږي چې مسؤل وګڼل شي.

XS
SM
MD
LG