د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه چین ته: د ایغوري مسلمانانو ځپل ودروئ


ترکیې له چین څخه غوښتي چې د ایغوري مسلمانانو د سرکوبۍ سیاست پای ته ورسوي، خو چین د ایغوریانو سره د بد چلند رپوټونه "درواغجنې ادعاوې" گڼلې دي.

چین د ترکیې هغه انتقادونه رد کړل چې وايي بیجنگ ایغوري مسلمانان ځپي او له انقرې نه یې وغوښتل چې د "درواغجنو" ادعاو نه لاس واخلي.

د ترکي حکومت د فبرورۍ په نهمه پر چین غږ وکړ چې د ایغوریانو لپاره دې هغه کمپونه وتړي چې هغوی په کې شکنجه کیږي. ترکیې دغه کمپونه د "بشریت لپاره شرم" وگاڼه. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند حامي اکسوي په یوه اعلامیه کې ویلي "دا اوس پټه نده چې څه دپاسه یو میلیون ایغوري ترکان په استبدادي توگه په بند کې ځورول کیږي او پدغو کمپونو او زندانونو کې یې ماغزه له سیاسي اړخه پاکیږي."

ترکیې همداشان د یو ایغوري شاعر او موسیقي غږونکي د وژل کیدو ادعا هم کړې ده. خو چینایي مقاماتو دغه ادعا هم رد کړې او د چین د نړیوالې رادیو د ترکي څانگې یوه ویدو خپره کړې چې په کې یو شخص ځان د ایغوري شاعر عبدالرحیم حیات په نامه معرفي کوي او وایي چې "روغ جوړ" دی.

دغه شخص همداشان زیاتوي چې "د ملي قوانینو د ماتولو په تور" ترې پلټنې روانې دي او په وینا یې "هیڅکله ورسره ناوړه چلند" ندی شوی. تر اوسه د دغې ویدیو اعتبار په خپلواکه توگه ندی تائید شوی.

د چین د ژینکیانگ ولایت پدغو کمپونو کې د ایغوريانو او نورو ترکي نژاده مسلمانانو د حالاتو د څیړلو لپاره ١٦ مخکښو نړیوالو بشري سازمانونو د نړیوالو پلټنو غږ کړی دی. دوی د ملگرو ملتونو د بشري حقونو له شورا غوښتي چې په ژینکیانگ کې د حقیقت موندنې د یو نړیوال ماموریت د جوړولو لپاره رایه ورکړي.

XS
SM
MD
LG