د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان مطبوعاتو ته خبردرای ورکړی که د هیواد د مهمو ارزښتونو خلاف مواد خپاره کړي، پر ضد به یې قانوني چلند وشي.
د ښاغلي اردوغان دا اقدام ښایي په ترکیه د لا ډیر سانسور سبب شي.
جمهور رئیس اردوغان پدې خبرداري کې چې د ترکیې په رسمي جریدې کې خپور شوی ویلي چې دا اقدامات د ترکیې د "ملي عنعنې" د خوندیتوب او په تحریري، تقریري او تصویري مطبوعاتو کې د هغو زیان رسونکو موادو د خپریدو مخنیوی دی چې د ماشومانو په پرمختګ منفي اغیز لري.
ښاغلي اردوغان په خبرداري کې د دې موادو په هکله نور جزیات ندي ورکړي خو ویلي یې دي چې د "هغو پټو او ښکاره" کړنو په خلاف به قانوني چلند کیږي چې په مطبوعاتو کې د ملي او اخلاقي ارزښتونو د کمزوري کولو او د کورنیو او ټولنې د جوړښتونو د ګډوډلو لپاره خپریږي.
اردوغان څه باندې ۲۰ کاله کیږي چې په ترکیه کې په واک کې دی او وخت ناوخته په مطبوعاتو کې د هغو موادو په خپریدو انتقاد کوي چې د هغو اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې وي چې د ښاغلي اردوغان د عدالت او پرمختګ ګوند چمتو کړي.
په ترکیې کې همدرانګه پدې تیرو څو کالونو کې په مطبوعاتو څار ډیر شوی او د دې هیواد ۹۰ په سلو کې غټې مطبوعاتې ادارې یا د دولت لخوا چلول کیږي او یا حکومت ته نږدې دي.