د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه کې له ۲۴۸ ساعتونو وروسته یوه نجلۍ له کنډوالو څخه ژوندۍ واېستل شوه


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په ترکیه کې مقامات وايي ژغورونکو د خونړۍ زلزلې څخه ۲۴۸ ساعتونه وروسته یوه ۱۷ کلنه نجلۍ له کنډوالو څخه ژوندۍ را وایستله.

د ترکیې په هاتای ولایت کې هم یوه میرمن له دوو اولادونو سره یوځای وروسته ۲۲۸ ساعتونو ژوندي و ایستل شول. درې واړه کسان د ښه مراقبت لپاره روغتون ته لیږدول شوي.

د ترکیې په کارامانماراس کې د ژغورل شوې نجلۍ نوم الینا المیز ښودل شوی دی. د ژغورنې ډلې یو غړي علي اکدوګان فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي: «د هغې روغتیايي حالت ښه دی. هغه سترګې پرانیستلای او پټولای شي. موږ په دې ځای کې له یوې اونۍ څخه راپدیخوا کار کوو.... موږ چې راغلو غږونه مو واورېدل او یوه هیله مو پیدا شوه. هر ژوندی سر چې ژغورو خوشحالېږو، ان که د یوې پېشې ژوندۍ ژغورل هم وي.»

د دغې نجلۍ تره د خپلې وریرې له ژغورل کېدو وروسته ټول ژغورونکي په غېږ کې ونیول او سترګې یې له اوښکو ډکې وې. هغه وویل: «موږ به هېڅکله تاسو هېر نکړو.»

خو د دغې نجلۍ له ژغورل کېدو وروسته د ترکیې امنیتي ځواکونو رسنیو او عامو خلکو ته وویل چې له سیمې څخه ولاړ شي،‌ ځکه ژغورونکي له کنډوالو څخه مړي راوباسي.

د تېرې دوشنبې په ورځ د ریشتر په اندازه ۷.۸ درجې زلزلې د ترکیې او سوریې ځینې سیمې وځپلې.

مقامات او د روغتیا مسئولین وايي چې زلزلو په ترکیې کې ۳۶۱۸۷ کسان او په سوریې کې ۳۶۸۸ کسان مړه کړي‌ دي. په دې سره د مړه شویو کسانو شمېر تر دې دمه ۳۹۸۷۵ کسانو ته ورسېده.

په ترکیې کې حکومت په ځینو سیمو کې د ژغورنې عملیات درولي،‌ په سوریې کې هم حکومت تر خپل کنترول لاندې ځینو سیمو کې دا کار کړی دی.

نړیوالې ټولنې له دغو دواړو هېوادونو سره طبي‌ او نورې بشري مرستې کړې او یو شمېر هېوادونو خپلې ژغورونکې ډلې استولي چې د ژغورنې په عملیاتو کې برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG