د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو په ترکیې او سوریې کې ۸۷۴زره زلزله ځپلو ته د مالي مرستو غوښتنه وکړه


د خوړو نړیوال سازمان (WFP) د جمعې په ورځ فبرورۍ ۱۰ (سلواغې ۲۱) په ترکیې او سوریې کې د مرګونې زلزلې د څه دپاسه ۸۷۴ زرو ځپلو کسانو ته د خوراکي توکیو او ګرمو خوړو د برابرولو لپاره د ۷۷ میلیونه ډالرو غوښتنه وکړه.

د خوړو نړیوال سازمان چې مرکزي دفتر یې د ایټالیا په پلازمېنه روم کې دی، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دا مرستې په سوریه کې د ۲۸۴ زره هغو کسانو ته چې په دې وروستیو کې له خپلو کورونو څخه بې‌ځایه شوي او په ترکیه کې د ۴۵ زره کډوالو په ګډون ۵۹۰ زره کسانو سره کیږي.

په همدې حال کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ د لومړي ځل لپاره ومنله چې په زلزله ځپلو سیمو کې د خلکو د لټون او ژغورنې لپاره د هغه د حکومت هڅې هغسې ګړندۍ نه دي چې تمه یې کېده.

اردوغان د مرګونې زلزلې د قربانیانو د ژوندي پاتې شویو کسانو له نیوکو سره مخامخ دی. له زلزلې څخه ژغورل شوي خلک وایي چې حکومت د زلزلې په لومړۍ ورځ زلزلې ځپلو سیمو ته پوره ژغورونکي او مرستندویه ډلې وانستولې؛ هغه زلزله چې په ترکیه کې یې په تېره یوه پېړۍ کې تر ټولو ستر طبیعي ناورین رامنځته کړی دی.


د فرانس پریس خبري اژانس د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې په ترکیه او سوریه کې د دوشنبې د ورځې د خونړۍ زلزلې له امله د مړو شمیر له ۲۲زرو څخه اوښتی چې یواځې ۱۹زره یې په ترکیه کې مړه شوي دي.

اردوغان د خپل حکومت پخوانۍ اعتراف تکرار کړ چې د زلزله ځپلو لپاره د ژغورنې او مرستې چمتو کولو په غبرګون کې "نیمګړتیاو" شتون درلود.


که څه هم ولسمشر اردوغان دا نیمګړتیاوې ومنلې، خو ټینګار یې وکړ چې د زلزلې له امله رامنځته شوې ویجاړتیا دومره لویه او ویجاړونکې وه چې په وخت او مؤثره توګه ورسره مقابله ستونزمنه وه.

اردوغان د سویلي ښار اډیمان څخه د لیدنې پر وخت چې د دوشنبې د زلزلې له امله تر ټولو زیات زیانمن شوی دی وویل: "له بده مرغه، ډیری ودانۍ زیانمنې شوې؛ موږ نشو کولی هاغمره چټک عمل وکړو لکه څنګه چې موږ تمه درلوده."

د ترکیې ولسمشر وویل چې په سیمه کې د ژمي د توفان له امله د ژغورنې ډلې فعالیت سست شوی، ځکه په ځینې سړکونو یې تګ راتګ ستونزمن کړی دی. د اردوغان په وینا پر دې سربېره یو شمېر دولتي کارکوونکي او موسسې چې د بنسټیزو خدمتونو د وړاندې کولو مسوولیت لري هم په دې زلزله کې زیانمن شوي او د دوی کاري ودانۍ هم په دې زلزله کې ویجاړې شوې دي.

ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې ترکیې اوس "شاید د نړۍ ترټولو لوی د لټون او ژغورنې ټیم" چې ۴۱زره کسان په کې شامل دي لسو ځپل شویو ولایتونو ته استولی دی.

د دوشنبې په ورځ د فبرورۍ په شپږمه د ترکیې جنوب ختیځ او د سوریې شمال د ریښتر په کچه د ۷.۸ او ۷.۵ درجې دوو زلزلو ولړزاوه، چې په پایله کې یې په دغو دوو هېوادونو کې تر ۲۲۰۰۰ ډېر کسان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG