د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې او سوریې زلزله؛ ژغورونکو ځینې انسانان ژوندي اېستلي خو د مړو شمېر له ۳۵زرو اوښتی 


ژغورونکي انسانان له کنډوالو څخه راوباسي
ژغورونکي انسانان له کنډوالو څخه راوباسي

په داسې حال کې چې په ترکیې او سوریې کې د تېرې دوشنبې د ورځې په زلزله کې د ړنګ شویو ودانیو له کنډوالو څخه ځینې انسانان ژوندي اېستل شوي، خو د مړو شمېر له ۳۵۰۰۰ اوښتی دی.

مقامات وايي د ریشتر په کچه د ۷.۸ په اندازې دغې زلزلې کې د مړه شویو کسانو شمېر ۳۵۲۲۴ ته رسېدلی دی. د رسنیو د راپورونو په حواله په دوی کې ۳۱۶۴۳ تنه یې‌ په ترکیه کې او ۳۵۸۱ یې په سوریې کې مړه شوي‌ دي.

دا په تېرو ۲۰ کلونو کې په ترکې او سوریې یې تر ټولو خونړۍ او خطرناکه زلزله بلل کېږي.

ملګرو ملتونو سوریې ته د مرستو په ورو بهیر باندې انتقاد کړی دی او خبرداری یې ورکړی چې ممکن د مړو شمېر زیات شي ځکه لا هم له ړنګو شویو ودانیو څخه د انسانانو اېستل روان دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو په ترکانو غږ وکړ چې ځپل شویو سره مرسته وکړي: «هر څه چې لرئ، وایې استوئ، ځکه میلیونونه خلک غذا ته اړتیا لري.»

د زلزلې مرکز ته نژدې د قهرمانماراس په سیمه کې ۳۰۰۰۰ کېږدۍ لګول شوي. فرانس پرس اژانس وايي چې ۴۸۰۰۰ کسان په ښوونځیو او ۱۱۵۰۰ نور په ورزشي میدانونو او خونو کې ځای په ځای شوي‌ دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د زلزلې ځپلې په اوو سیمو کې د ژغورنې عملیات پای ته رسېدلې او په نورو کې روان دي.

د لوټ تالان مخنیوی

د ترکیې د هاتایا ایالت د انتاکیا په سیمه کې د پاکسازۍ ټیمونو د کنډوالو په پاکولو او ابتدايي تشنابونو (کمودونو) په جوړولو پیل کړی دی. د فرانس پرس خبریال وايي چې په سیمه کې مخابراتي سیستم بیرته فعال شوی دی.

څو ورځې مخکې په دغه ښار کې د لوټ تالان ځینې پېښې وشوې او بیا پولیس او پوځ واستول شول چې د دا ډول پېښو مخه ونیسي او اوس د امنیتي ځواکونو پراخ حضور لیدل کېږي.

د ترکیې د ولسمشر مرستیال فوات اوکتای تېره ورځ ناوخته وویل چې زلزلې ۱۰۸۰۰۰ ودانۍ نسکورې کړي دي. ده وویل چې ۱.۲ میلیون خلک دزده کوونکو په لیلیو کې ځای په ځای شوي دي او ۴۰۰۰۰۰ نور خلک بیا د زلزله ځپلیو سیمو څخه ژغورل شوي دي.

د «NTV» د راپور په اساس د «هاتایا» په ایالت کې په سړکونو کې په خلکو باندې مرستې وېشل شوي چې اکثریت یې جامې دي. په یوې ویدیو کې لیدل کېږي چې مرسته کوونکي په خلکو باندې مرستې غورځوي او خلک هڅه کوي چې ترلاسه یې کړي.

سوریې کې د مرستو کموالی

د سوریې په شمال کې زلزلې ځپلیو ته د مرستو د کموالي په اړه راپورونه خپاره شوي‌ دي.

د مرستو یو کاروان د ترکیې له لار د سوریې شمال-لویدیځ ته رسېدلی خو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د برخې مسئول مارتن ګریفیټس وایي چې میلیونونه خلک، چې کورونه یې ویجاړ شوي، ډېرو مرستو ته ضرورت لري.

ګریفیټس په خپل ټویټر کې تېره ورځ لیکلي: «موږ د سوریې په شمال-لویدیځ کې خلکو سره د مرستو رسولو په برخه کې ناکام یو. هغوی داسې فکر کوي چې هېر شوي او نړیوالو مرستو ته سترګې په لارې دي چې لا ورسېدلي نه دي.»

د ترکیې او سوریې د ژغورونکو ډلو په ګډون د نړۍ زرګونه ژغورونکي د نجات په عملیاتو اخته دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي دي چې په دغو زلزلو کې شاوخوا ۲۶ میلیون انسانان اغیزمن او متاثر شوي چې څه باندې ۱.۴ میلیون یې ماشومان دي.

دغه سازمان وايي چې ۱۵ میلیون کسان په ترکیې او ۱۱ میلیون نور په سوریې کې اغیزمن شوي دي.

په سوریې کې، چې جګړې یې وار دمخه روغتیايي بنسټونه زیانمن کړي، د روغتیا نړیوال سازمان په وینا ۲۰ روغتونونه هم په کې زیانمن شوي‌ دي.‌

د روغتیا نړیوال سازمان ټپیانو ته د عاجلو روغتیایي موادو د رسولو او درملنې لپاره د څه باندې ۴۲ میلیون ډالرو مرسته غوښتې ده.

امریکا، اروپايي ټولنې او نورو هېوادونو له ترکیې او سوریې د مرستو ژمنې کړې او ځینو یې خپلې کاري ډلې هم دغو هېوادونو ته استولي دي.

د ترکیې او سوریې په سرحدي سیمه کې تېره دوشنبه زلزله وشوه.

XS
SM
MD
LG