د لاس رسي وړ اتصالات

د مکې تړون؛ ترکیه، پاکستان او سعودي عربستان په دفاعي صنعت کې همکاري زیاتوي

د ترکیې دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل، ترکیه، سعودي عربستان او پاکستان به د هغې پوځي هوکړې له مخې چې تېره اوونۍ د دغو سیمه‌ییزو قدرتونو ترمنځ لاسلیک شوه، خپل لوړپوړي چارواکي سره راټول کړي، ګډ پوځي تمرینونه به وکړي او د دفاعي صنعت په برخه کې به خپله همکاري پراخه کړي.

دغه تړون د اګست په اوومه د سعودي عربستان په مکه کې لاسلیک شو. د تړون له مخې، پر هر یوه غړي هېواد وسله‌وال برید به پر ټولو غړو هېوادونو برید ګڼل کېږي.

د ترکیې دفاع وزارت په انقره کې د خپلې اوونیزې غونډې پر مهال وویل، د دې هوکړې اساسي موخه دا ده چې «د دفاعي او پوځي اړیکو لپاره لا ډېر بنسټیز او دوامدار چوکاټ رامنځته شي.»

د هوکړې یوه بله برخه ګډو پوځي تمرینونو ته ځانګړې شوې ده. د ترکیې دفاع وزارت ویلي، چې د دریو هېوادونو ځمکني، سمندري او هوايي ځواکونه به په دغو تمرینونو کې ګډون وکړي او د هوايي دفاع او بې‌پیلوټه سیستمونو په برخو کې به همکاري هم پراخه شي.

ترکي چارواکي وايي، د دغې همکارۍ موخه د درېو هېوادونو د وسله‌والو ځواکونو ترمنځ د همغږۍ او ګډو عملیاتي وړتیاوو لوړول دي.

د دفاعي صنعت په برخه کې انقره وايي، چې همکاري به یوازې د تجهیزاتو تر پېر او پلور پورې محدوده نه وي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG