د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق په شمال کې د ترکیې درې سرتېري ووژل شول


ترکیه د کردستان د کارګر ګوند خلاف پوځي عملیات کوي
ترکیه د کردستان د کارګر ګوند خلاف پوځي عملیات کوي

په ترکیه کې چارواکي وايي چې د عراق په شمال کې له کردي وسله والو سره په نښته کې یې درې عسکر وژل شوي دي.

د ترکیې دولتي اژانس د دفاع وزارت د چارواکو له خولې لیکلي دي چې د یکشنبې په ورځ (اګست۲۵) له کردي یاغیانو سره په دې نښته کې یې لږ تر لږه اوه نور سرتېري ژوبل شوي هم دي.

د ترکیې پوځ د ۲۰۱۹ کال د اګست په میاشت کې د (چنګال) په نامه د کردستان د ګارګر ګوند پر ضد پوځي عملیات پیل کړل.

په دغو عملیاتو کې د عراق په شمال کې د (قندیل) په غرنیو سیمو کې د کردستان د کارګر ګوند د وسله والو مرکزونه په نښه کیږي.

د کردستان کارګر ګوند له ۱۹۸۴ کال راهېسې له ترکیې څخه د بیلتون غوښتنه کوي او وسله وال مقاومت کوي. په دغې مبارزې کې تر دې دمه لسګونه زره خلک وژل شوي او ژوبل شوي دي.

ترکیه، امریکا او اورپايي ټولنه د کردستان د کارګر ګوند یوه ترهګره ډله ګڼي.

XS
SM
MD
LG