د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه سوریې ته: له اور سره لوبې مکوه


د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو

ترکیې له هغې وروسته سوریې ته خبرداری ورکړ د ترکیې پر یو پوځي کاروان هوايي برید وشو.

برید د سوریې په شمال-لویدیځ کې شوی دی.

د سه شنبې په ورځ (اګست۲۰) د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو په انقره کې خبریالانو ته وویل "د سوریې رژیم باید له اور سره لوبې ونکړي... موږ مخکې هم ویلي دي چې د خپلو امنیتي پوستو او سرتېرو د امنیت ساتلو لپاره هر ضرروري ګام اخلو."

لا معلومه نه ده چې په دغه هوايي برید کې د ترکیې سرتېرو ته کوم زیان رسېدلی دی که نه.

په همدې حال کې ویل کیږي چې د حکومت ضد وسله والو او ملاتړو ځواکونو یې د سوریې د خان شیخون له سیمې څخه وتل پيل کړی دي. د سوریې رژیم د روسیې په مرسته پر دغو جګړه مارانو له شاوخوا څلورو میاشتو راهېسې بمباري کوله.

ویل کیږي چې د سوریې ځواکونه په ادلیب کې مخ په وړاندې روان دي.

په برتانیا کې د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي چې په دغو پوځي عملیاتو کې په تیرو شاوخوا څلورو میاشتو کې لږ تر لږه ۸۶۰ کسان وژل شوي دی. ملګري ملتونه وايي ۴ لکه خلک بې ځایه شوي دي.

په سوریې کې له څو کلونو راهېسې جنګ روان دی چې سلګونه زره کسان په کې وژل شوي، ژوبل شوي او کډوالۍ ته مجبور شوي دي.

XS
SM
MD
LG