د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې په بهرني سیاست کې د جمهور رئیس رول


د نظر پوښتنې ٣٨ سلنه وایي ترکیه هیڅ ملگري نه لري
د نظر پوښتنې ٣٨ سلنه وایي ترکیه هیڅ ملگري نه لري

داسې ښکاري چې د جمهوري ریاست سیستم او د یو فعاله جمهور رئیس په توګه د رجب طیب اردغان ژمنو ته د ودې ورکولو کمپاین د بري په لور په داسې حال کې روان دی چې یوه وروستۍ نظر پوښتنه په خارجي سیاست کې د جمهور رئیس د رول په اړه په عامه نظر ستر بدلونونه ښيي.

د "ټرینډ سروې" په نامه د نظر پوښتنې د دې سوال په ځواب کې چې کومې ادارې د انقرې بهرنی سیاست طرحه کوي ٢٨ عشاریه څلور فیصده خلک وایي "جمهور رئیس". دا د هغې نظر پوښتنې چې قادر خاص د پوهنتون له خوا په ۲۰۱۳ کال کې ترسره شوې وه سږکال په کې ۷،۷ زیاتوالی راعلی.

د "ټرینډ سروې" په نامه د نظر پوښتنې په اړه د قادرخاص پوهنتون پوهندوی صنم اچیکمیشه وايي "ددې سروې تر ټولو په زړه پورې پایلې د عامه ترکانو ترمنځ د ضد امریکايي احساساتو لوړوالی دی. په سلو کې ۵۱ ځواب ورکوونکي امریکا ته د یو "دښمن" په سترگه ګوري، ۳۵٪ یې ترکیې ته د ګواښ په توګه، او یواځې ۵،۹ فکر کوي چې متحده ایالات "د ترکیې یو دوست دی". یواځې د ترکیې ۱۲٪ وګړي په دې باور چې له متحده ایالاتو سره همکاري د ترکیې لپاره ګټوره ده.

د ترکیې د دوستانو او دښمنانو د پیژندنې د ادراک په هکله د یوې سروې یا نظر پوښتنې موندنې د ٢٠١٣ کال د نظر پوښتنې په پرتله لږ بدلون په ډاگه کوي. دا نظر چې ترکیه هیڅ ملگري نه لري په ٢٠١٥ کې ٣٨ عشاریه نهه فیصده شوې او د ٢٠١٣ کال د سروې سره یواځې عشاریه څلور نمرې توپیر لري.

د ازربایجان په هکله د ترکیې د ولس په نظر کې مثبت بدلون رامنځ ته شوی ٣٧ عشاریه پنځه فیصده هغه د ترکیې ښه ملگری گڼي چې د ٢٠١٣ کال په پرتله په کې نهه فیصده زیاتوالی راغلی دی. اته عشاریه نهه فیصده پوښتل شوي کسان ترکي قبرس د ترکیې تر ټولو ښه دوست گڼي او دوه عشاریه اته فیصده بیا وایي چې سعودي عربستان ښه ملگری دی چې دا نظر د ٢٠١٣ په پرتله دوه نمرې لوړ شوی دی.

پروفیسوره اچیکمیشه په دې باور ده چې د څیړنې بله مهمه پایله د اسلام په هکله د ترکیې د عام ولس ادراک دی چې شاو خوا ۴٥ عشاریه پنځه په سلو کې گډون کوونکو ترکیه د یو اسلامي هیواد په توگه نه پیژني چې دا کچه په ٢٠١٣ کال کې ٣٧ فیصده وه. یواځې ٢٦ عشاریه څلور په سلو کې خلکو ترکیه یو اروپایي هیواد گڼي، شل عشاریه درې فیصده وایي دا د منځني ختیځ هیواد دی.

په سرویې کې د گډډون کوونکو شل په سلو کې خلکو سوریه د ترکیې د بهرنۍ پالیسۍ عمده موضوع گڼلې ده په داسې حال کې چې دا فیصدي په ٢٠١٣ کال کې ٦٥ عشاریه پنځه وه چې اوس دا فیصدي خورا راښکته شوې ده.

په ترکیه کې د مهاجرو په اړوند څه دپاسه ٣٦ فیصدو گډون کوونکو ویلي چې هیواد بادی د مهاجرو قبولول بس کړي او موجود مهاجر باید بیرته خپلو هیوادونو ته واستول شي. په سلو کې ١٥ تنو ویلي چې ترکیه باید نور مهاجر ونه مني خو هغوی چې اوس په ترکیه کې دي بیرته دې واپس نه شي. یواځې یوویشت فیصدو ویلي چې ترکیه باید نور مهاجر هم قبول کړي.

XS
SM
MD
LG