د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې په سوریې کې د کردي ملیشو پر ضد عملیات ځنډولي


د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ وویل د سوریې په شمال کې د کردي ځواکونو پر ضد چې امریکایي ملاتړ کوي، پوځي عملیات ځنډوي.

ښاغلي اردوغان دغه پریکړه د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سره د تیرې اوونۍ د تیلفونې خبرو وروسته کړې.

جمهور رئیس اردوغان ویلي دي چې د ښاغلي ټرمپ سره د تیلیفوني خبرو، د دیپلوماتیکو او امنیتي تماسونو او د امریکا له خوا د اعلامیې له خپرولو وروسته "پریکړه وشوه چې یو څه اوږدې مودې لپاره صبر وکړو".

خو ښاغلي اردوغان بیا هم د خپل هیواد نیت څرگند کړ چې غواړي په راتلونکو میاشتو کې د کردي جنگیالیو پر ضد عملیات وکړي. دغه کردي ځواکونه چې د "خلکو د ژغورنې واحدونو" په نامه مشهور دي د امریکا پر مشرۍ د داعش ضد جگړه کې یې عمده رول لوبولی دی.

د ترکیې او امریکا یو شمیر رسمي مقاماتو د اسوشیتید پرس اژانس ته ویلي دي چې د دونالد ټرمپ او رجب طیب اردوغان ترمنځ د تیلیفوني خبرو وروسته ښاغلي ټرمپ تصمیم ونیو چې له سوریې نه امریکایي ځواکونه وباسي.

دغه اژانس دا هم ویلي چې د ښاغلي اردوغان سره له خبرو وروسته جمهور رئیس ټرمپ د قواو د ایستلو تصمیم ونیو، خو دغه موضوع یې د خپلې ټولې کابینې او د ملي امنیت له ټیم سره شریکه نکړه.

د سوریې نه د قواو د ایستلو تصمیم دننه په امریکا او بهر کې زیات خلک حیران کړل. د سوریې په جگړه کې د امریکا اصلي متحدینو پدې کار نیوکه وکړه او د سناتور لیندزي گراهام په گډون یو شمیر جمهوري غوښتونکو سیاستوالو هم پدې کار نارضایتي وښودله او د امریکا د دفاع وزارت هم له سوریې نه د قواو د ایستلو سره مخالفت کړی دی.

د ترکیې پوځ د جنورۍ په میاشت کې د سوریې په شمال کې د کردي ځواکونو پر ضد عملیات وکړل او د افرین ښار یې ترې ونیو. تیره اونۍ بیا هم د ترکیې پوځ ددغو کردي جنگیالیو پر ضد د عملیاتو گواښ وکړ او وویل چې دا ځل به د سوریې په شمال کې له ټولو ځایونو نه دغه قواوی وباسي.

دا هغه سیمه ده چې شاوخوا ٢٠٠٠ امریکایي ځانگړي ځواکونه په کې میشت وو او د داعش ضد قواو سره یې په عملیاتو کې مرسته کوله او همداشان د ترکيې او کردي ځواکونو ترمنځ د نښتو مخه یې هم نیولې وه.

XS
SM
MD
LG