د لاس رسي وړ اتصالات

نړۍ ته د غلو صادرات؛ ترکیه د روسیې او اوکراین د استازو د خبرو کوربنه ده 


ترکیه وایي د چهارشنبې په ورځ جولای ۱۳ (چنګاښ ۲۲) د روسیې، اوکراین او د ملګرو ملتونو د استازو د خبرو کوربتوب کوي چې په توره بحیره کې دایسارو شویو غلو دانو صادرات بیرته پیل شي.

د روسیې، اوکراین او ملګرو ملتونو د استازو او د ترکي چارواکو ترمنځ دغه څلور اړخیزې خبرې پداسې حال کې کیږي چې په نړۍ کې د خوراکي توکیو بیې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل په نتیجه کې خورا لوړې شوې دي.

اوکراین د نړۍ د غنمو د سترو تولید کوونکو هیوادونو له ډلې څخه دی، خو ددغه هیواد د غلو دانو د صادراتو مخه په توره بحیره کې روسي جنګي بیړو او هغو مینونو نیولې ده چې اوکراین د تورې بحیرې په اوږدو کې ښخ کړي دي.

د ناټو غړی هیواد ترکیه چې د روسیې او اوکراین دواړو سره ښه کاري اړیکې لري هڅه کوي چې د اوکراین د غلو دانو صادرات بیرته پیل شي.

ترکي چارواکي وایي د دوی شل تجارتي بیړۍ په توره بحیره کې انتظار باسي او ښایي ډیر ژر په اوکرایني غلو بار شي.

د ترکیې د دفاع وزیر هولوسي اکار د سه شنبې په ورځ جولای ۱۲ (چنګاښ ۲۱) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ددې څلور اړخیزې غونډې اعلان وکړ خو مشخصه یې نکړه چې څوک به د هرې غاړې استازیتوب کوي.

ښاغلي اکار په اعلامیه کې ویلي چې: «د ترکیې، روسیې او اوکراین د دفاع وزارتونو او د ملګرو ملتونو هیت به سبا [جهارشنبه] په استانبول کې نړیوال بازار ته د اوکراین په بندرونو کې د ایسارو غلو دانو په مصون انتقال خبرې وکړي.»

پر اوکراین باندې د روسیې یرغل ددې سبب شوی چې نړیوال مارکیټ ته د اوکراین د غلو دانو د صادراتو مخه ډب شي. د غلې د نړیوالې شورا د شمیرو له مخې اوکراین د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کال په فصل کې د نړۍ د جوارو څلورم او د غنمو شپږم ستر صادرونکی هیواد و.

د ملګرو ملتونو د غذا او کرهڼې سازمان یو چارواکي د مۍ په میاشت کې ویلي وو چې نژدې ۲۵ میلیون ټنه غله او حبوبات په اوکراین کې بند پاته دي چې د زیربنایي ننګونو او [روسي ځواکونو له لورې] د ماریوپول په ګډون د تورې بحیرې د محاصرې په وجه بهر ته نشي صادریدلی.

XS
SM
MD
LG