د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین په جګړې کې هم نړۍ ته یو میلیون ټنه غله صادره کړې ده


د اوکراین په چرنیخیف سیمه کې د غلې راټولول
د اوکراین په چرنیخیف سیمه کې د غلې راټولول

راپورونه وايي چې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل سره سره دې هېواد تېره میاشت بهر ته څه باندې یو میلیون ټنه غله صادره کړې ده.

تېره میاشت کې په نړیواله کچه د غلو دانو د بیو نسبي ټېټېدل هم له اوکراین څخه د غلو صادرېدل ښودل شوي.

د فبرورۍ د میاشتې په وروستیو کې پر اوکراین باندې د روسيې د یرغل راوروسته اوکراین دې ته اړ شو چې غلې د خپلو لویدیځو پولو له لارې د ریل ګاډي په واسطه او یا هم د سمندرګي پر ځای د ډانوب سیند د کوچنیو بندرونو له لارې صادرې کړي.

د غلې د نړیوالې شورا د شمیرو له مخې اوکراین د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کال د فصل د نړۍ د وږو [جوارو] څلورم او د غنمو شپږم ستر صادرونکی هیواد دی.

د ملګرو ملتونو د غذا او کرهڼې سازمان یو چارواکي د جمعې په ورځ مۍ اتمه وویل چې نژدې ۲۵ میلیون ټنه غله او حبوبات په اوکراین کې بند پاته دي چې د زیربنایي ننګونو او [روسي ځواکونو له لورې] د ماریوپول په ګډون د تورې بحیرې د محاصرې په وجه ددې هیواد نه بهر ته نشي صادریدلی.

دغې محاصرې ته د غذایي توکیو د بیو د لوړوالي د یو لامل په توګه کتل کیږي چې پر اوکراین باندې د روسي ځواکونو د یرغل په وجه د مارچ په میاشت کې د ریکارډ کچې ته لوړې شوې او د ملګرو ملتونو د غذا او کرهڼې د سازمان په وینا د اپریل په میاشت کې یو څه راټیټې شوې.

د رویترز خبري اژانس د رپوټ له مخې د ملګرو ملتونو د غذا او کرهڼې د سازمان د رئیس مرستیال جوزوف شمیدهوبر په ژنیو کې یو خبري منفرانس ته وویل: «اوسمهال چې ګورو په اوکراین کې عجیبه حالت دی، نژدې ۲۵ میلیون ټنه غله چې باید صادره شي، خو نشي کولای د هیواد نه د زیربناو د نشتون او د بندرونو د محاصرې په وجه نشي صادریدای.»

ښاغلي شمیدهوبر وویل چې د غلو ددغه ذخیره کیدو په وجه کیدای شي د جولای او اګست په میاشتو کې د راتلونکو درمندونو (حاصلاتو) د راټولولو په ترڅ کې په اوکراین کې د ګودامونو د کمبود سبب شي. د هغه په وینا په ځانګړې توګه که د غنمو صادراتو ته لاره خلاصه نشي.

د هغه په وینا بله اندیښنه داده چې د غلې یو شمیر ګدامونه د اوکراین د جګړې په وجه له منځه تللي، خو هغه پدې هکله نور جزییات ورنکړل.

د فبرورۍ د میاشتې په وروستیو کې پر اوکراین باندې د روسيې د یرغل راوروسته اوکراین دې ته اړ شو چې غلې د خپلو لویدیځو پولو له لارې د ریل ګاډي په واسطه او یا هم د سمندرګي پر ځای د ډانوب سیند د کوچنیو بندرونو له لارې صادرې کړي.

د روانې اونۍ په پیل کې د سوداګرۍ نړیوال سازمان د رویترز اژانس ته ویلي چې دوی د خوراکي توکیو د بیو په لوړوالي سخت اندیښمن دي او د خپلو نورو شریکانو سره د یوې حل لارې په لټه کې دي.

ددې سازمان مشرې ویلي چې که له اوکراین څخه غلې و ایستلی شي دا کار به واقعا له نړۍ سره مرسته وکړي چې په وینا یې لوړې بیې کیدای شي د لا زیاتې لوږې د رامنځته کیدو سبب شي.

XS
SM
MD
LG