د لاس رسي وړ اتصالات

​ټرمپ: امریکایي ځواکونه به ژر له سوریې ووځي


د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس د پنجشنبې په ماښام په ناڅاپي توگه اعلان وکړ چې امریکایي ځواکونه به "ډیر ژر" له سورې نه و ایستل شي.

د امریکایي رسنیو په وینا دونالد ټرمپ دغه څرگندونې په اوهایو ایالت کې په خپله هغې وینا کې وکړې چې د امریکا پر زیربناوو څرخیده.

د واشنگټن پوست ورځپاڼې په یو رپوټ کې لیکلي چې جمهور رئیس ټرمپ پدې څرگندونې چې د داعش کار خلاص شوی وویل "مونږ له سوریې وځوو، ډیر ژر. پریږدئ چې نور په سوریې کې چارې پرمخ بوزي."

د امریکا پوځي ځواکونو په سوریې کې د سخت دریځو ډلو په ځانگړې توگه د داعش پر ضد جنگیږي او پدې لاره کې د سوریې له کردي ځواکونو ملاتړ کوي.

ښاغلی ټرمپ دا څرگندونې په داسې حال کې کوي چې ترکي رسنیو رپوټ ورکړی چې په راتلونکې اونۍ کې د روسیې، ترکیې او ایران مقامات په انقره کې غونډه کوي.

په ترکیه کې د اغیران سفیر هم ددې خبر په تائید ویلي دي چې د بهرنیوچارو وزیرانو غونډه د حمل په ١۴ او ددې دریو هیوادونو د مشرانو غونډه د حمل په ١٥ کیږي.

ایران او روسیه د سوریې په اوه کلنه کورنۍ جگړه کې د سوریې د جمهور رئیس بشارالاسد د دولتي ځواکونو ملاتړ او ترکیې او د امریکا متحده ایالات د هغه د مخالفینو ملاتړ کړی دی.

له دې سربیره د لبنان د حزب الله سخت دریځې ډلې هم د سوریې په جگړه کې د بشارالاسد د حکومت ملاتړ کړی دی.

په سوریه کې د تیر کال د میزان د میاشتې په پای کې د داعش د ډلې د خلافت د مرکز رقه ښار په سقوط سره په سوریه د داعش سخت دریځو په عملي توگه ماتې وخوړله.

XS
SM
MD
LG