د لاس رسي وړ اتصالات

د واشنگټن پریکړې چې کردي ملیشو ته وسله ورکوي، ترکیه په غوسه کړې


د ترکیې ولسمشر طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر طیب اردوغان

ترکیه وایي چې امریکا د ترهگرو طرفداري کوي او دا به ورته تاوان ورسوي.

د ترکیې حکومت دا عکس العمل په داسي وخت کې څرگند کړیدی چې طیب اردوغان یوه اونۍ وروسته واشنگټن ته سفر کوي.

امریکایي چارواکو د سه شنبې په ورځ وویل چې جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ به د کردانو د واي پي جي ډلې ته وسلې ورکړي چې د داعش نه د رقه ښار بیرته ونیسي.

د پی کی کی ډله د ترکیې په شمال ختیځ کې د ١٩٨۴ کال نه راپدیخوا د حکومت په ضد جنگیږي او امریکا ترکیه او اروپا یې ترهگره ډله بولي. ترکیه وایي چې د وای پي جي ډله په اصل کې د پی کی کی یوه برخه ده.

د ترکیې جمهور رئیس طیب اردوغان په انقرې کې یوې خبري غونډي ته وویل چې هغه به راتلونکي اونۍ د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د خپلو اندیښنو نه خبر کړي او د دی سره سره به د ناټو په راتلونکي غونډه کې هم په دغه مسئله وغږیږي.

هغه زیاته کړه "مونږ په دی باور یو چې زمونږ متحد ملک به د ترهگرو نه بلکه زمونږ ملگرتیا کوي."

هغه وویل چې هیله لري چې د امریکا ولسمشر به د وای پي جي د ډلې سره د مرستو په اړه خپله پریکړه بدله کړي.

د ترکیې صدراعظم بنالي یلدریم هم د امریکا په پریکړه سختې نیوکې کړي. هغه خبریالانو ته په دی هکله وویل "امریکا باید په دی پوه شي چې دا د ترکیې لپاره ډیره حساسه مسئله ده، دا به نه یواځي زمونږ لپاره بلکه د امریکا لپاره هم ډیرې منفي پایلي ولري".

امریکا د وایي پي جي ډله د اسلامي دولت په ضد په جگړې کې یو مهم متحد گڼي او وایي چې د اسلامي دولت د ډلې نه د رقه د بیرته نیولو لپاره ضروري ده چې ورسره مرسته وشي.

د رقه سیمه د اسلامي دولت مرکز گڼل کیږي

XS
SM
MD
LG