د لاس رسي وړ اتصالات

اردوان: ترکیه به د عراقي کردستان سره سرحد وتړي


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوان خبردارې ورکړیدی چې ترکیه به د عراقي کردستان سره خپل سرحد وتړي. اردوان دغه خبردارې د عراقي کردانو د ازادۍ د ټولپوښتنې په عکس العمل کې ورکړیدی.

اردوان د چارشنبې په ورځ ایران ته سفر وکړ، هغه د دغې سفر نه وروسته ویلي دي چې د عراقي کردانو په ضد به نور هم سخت اقدامات وشي.

د ترکیې د صدراعظم د دغه خبرداري هدف په کردانو باندې د فشار زیاتول دي. اردوان په انقرې کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل "ټول هوایي ډگرونه به وتړل شي. پروازونه د مخکې نه ځنډول شویدي. څوک به راځي؟ تاسو به څنگه ورځئ؟. ډیر ژر به سرحدونه هم وتړل شي."

د ترکیې ولسمشر ارودان وایي چې د عراقي کردانو په ضد به دغه اقدامات د بغداد او د تهران سره په همکارۍ کوي خو هغه داسې څه ندي ویلي چې کله به دغه اقدامات وکړي.

د ټولپوښتنې نه دا ثابته شویده چې په سلو کې ٩٢ کردان غواړي چې د عراق نه جلا خپلواک ملک ولري.

XS
SM
MD
LG