د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د امریکايي پوهنتون پاتې محصلین د خپل راتلونکي برخلیک په اړه اندېښمن دي


کابل کې د افغانستان امریکايي پوهنتون محصلین وايي چې واک ته د طالبانو په رسېدو سره دغه هېواد کې د ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.​

دغه محصلین چې شمیر یې سلګونو ته رسیږي په وینا یې د امریکا دولت له خوا ورسره د افغانستان نه د هوا له لارې د وتلو ژمنې شوې وې خو عملي نه شوې.

د "AUAF" پوهنتون د اقتصاد پوهنځي یوې محصلې سحر نن چهارشنبه سپټمبر لومړۍ (وږی ۱۰) امریکا غږ ته وویل چې د لازمو اسنادو سره سره دوی ونکړای شول چې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته لاره ومومي.

هغې وویل: "موږ ته ویل شوي وو چې په ټاکل شوې ورځ هوايي ډګر ته ورشو، هلته مو د ساعتونو انتظار سره سره ونشو کړای چې دننه ورشو."

سحر وايي امریکايي ځواکونو یې هوايي ډګر ته "د ننوتلو مخنیوی کړی" دی.

د افغانستان امریکايي پوهنتون د حقوقو پوهنځي بل محصل ارسلان امریکا غږ ته وویل چې د دوی د پوهنتون ټولټال ۱۲۰۰ کسان په کابل کې بند پاتې دي.

هغه زیاته کړه: "په بند پاتې شویو کسانو کې د پوهنتون محصلین، علمي کدرونه او اداري کارکوونکي شامل دي خو یوازې ۵۰ تنو ته یې د وتلو چانس ورکړل شوی دی."

د راتلونکي برخلیک په اړه اندېښنې

طالب چارواکو له دې مخکې ویلي وو چې له افغانستان څخه به د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته هغو کسان ته لاره ورکړي چې غواړي له افغانستان څخه ووځي خو له دې ژمنو سره سره د افغانستان امریکايي پوهنتون محصلین د خپل برخلیک په اړه اندېښمن دي.

محصله خدیجه وايي: "پر طالبانو باور نه لرم چې موږ ته لاره راکړي. له دې مخکې یې زموږ پر پوهنتون خونړی برید کړی. که زموږ د ایستلو لپاره سمدستي اقدام ونشي ډاډه یمه چې یو یو به په نښه شو."

اغلې خدیجه ادعا کوي چې په تېرو ورځو کې د دغه پوهنتون ښځینه محصلینې د ټیلیفون له لارې ګواښل شوي دي.

د رپوټونو پر بنسټ طالبانو په ۲۰۱۶ کال کې پر دغه پوهنتون برید وکړ چې په پایله کې د ۶ محصلینو په شمول ۱۳ کسان ووژل شول او ۴۵ نور ټپیان شول.

په همدې کال کې د دغه پوهنتون دوه بهرني ښوونکي برمته شوي و چې د دوه کاله ورکې وروسته بیرته خوشې شول.

XS
SM
MD
LG