د لاس رسي وړ اتصالات

۱۲ زورور امریکایان؛ د دوستم، طالبانو او د مزار د جنګ فلم


د جمعې په ورځ په امریکا کې د 12 Strong (۱۲ زورورو) فلم په سینماوو کې خپور شو. فلم”د آسونو سرتیري“ د کتاب پر بنسټ جوړ شوی چې د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې د امریکا په مرسته د شمالي ټلوالې او طالبانو تر منځ د جګړې د یوې څنډې انځور وړاندې کوي.

دوولس زورور هغه ۱۲ ځانګړي امریکايي ځواکونه ښوول کیږي چې د ۹/۱۱ له بریدونو وروسته، پر افغانستان د امریکا د پوځي یرغل په لړ کې د ازبکستان له لارې افغانستان ته راننوځي او د جنرال دوستم له ملیشو سره اوږه په اوږه د طالبانو په ضد جګړه کوي. د دغو سرتیرو له راتګ وړاندې، د امریکا د استخباراتي اداري (سي آې اې) اجنټان د شمالي ټلوالې له مشرانو او قومندانانو سره اړیکې ټینګوي او د پیسو، ودکا او نورو تحایفو په بدل کې یې له امریکايي ځانګړو ځواکونو سره همکارۍ ته رابولي.

د هالیووډ د نورو ورته فلمونو په څیر، دا فلم هم د امریکايي پوځیانو د زړه وړتیا، وطندوستۍ او سرښیندنې داستان بیانوي چې د طالبانو له ظالمو منګولو نه افغانستان آزادوي. د نیویارک ټایمز په لیکنه، د امریکا پوځ د دغه فلم په جوړولو کې تخنیکي مرسته کړې ده.

فلم د جګړې بوږنونکي تصاویر وړاندې کوي؛ له آسمانه بمونه اوري، پر مځکې اور بل دی او هرې خوا ته انسانان مري. جګړه د "حق او باطل" تر منځ ده چې امریکايي اتلان له جنرال دوستم سره د حق لور کې دي.

د فلم افغان اتل جنرال دوستم دی چې ایراني الاصله امریکايي ممثل نوید نګهبان یې نقش ادا کړي. امریکايي پوځیان د جنرال دوستم په مرسته د طالب جنګیالیو د اډو موقعیت B-52 بم غورځونکو ته ورکوي او تر درنو بمباریو وروسته، پداسې حال کې چې آسان باندې سپاره دي، پاتي‌ طالبان تارومار کوي.

په فلم کې دوستم ډیره هڅه کوي چې تر خپل سیال استاد عطا (عطامحمد نور) دمخه د مزارشریف ښار ته ورننوځي، خو پدې کار ونه توانیږي او د عطا ملیشې تر ده دمخه شي. دوستم چې لدې امله خواښینی ښکاري امریکايي قومندان ته وايي ”تاسو به دلته (افغانستان کې)‌ ګټونکي نشئ. که ووتلاست نو ډارن به مو بولو، که پاتي شولاست ډښمن به مو یاست.“

پر دغه فلم ۳۵ میلیون ډالر لګښت راغلی او شوټنګ یې د امریکا د نیومکسیکو په ایالت کې شوی. د فلم شننونکو دغه فلم ته له ۱۰ نه ۵.۶ شمیره ورکړی چې ډیره مثبته نه ګڼل کیږي، خو تمه کیږي چې فلم به له مالي اړخه ښه ګټه وکړي.

XS
SM
MD
LG