د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې کاروان غړي طالبانو سره له خبرو وروسته ګرشک ته ستانه شوي


د سولې کاروان غړي د طالبانو تر واک لاندې سیمې څخه بېرته ووتل
د سولې کاروان غړي د طالبانو تر واک لاندې سیمې څخه بېرته ووتل

د سولې د ولسي کاروان مسؤلین وايي، چې د دغه کاروان شاوخوا پنځویشت غړي د هلمند ولایت د موسی قلعه په ولسوالۍ کې د طالبانو له استازو سره د پنځو ورځو خبرو وروسته بیرته ګرشک ته ستانه شوي دي.

د دغه کاروان یو چارواکي باچا خان مولاداد د پنجشنبې په ورځ ( غبرګولي ۱۶ مه) امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د لومړینو معلوماتو له مخې د طالبانو له استازو سره د سولې د ولسي کاروان د پلاوي خبرې ښې وې.

هغه وویل، چې د طالبانو سره د خبرو په اړه به نور معلومات وروسته رسنیو سره شریک کړي.

پنځه ورځې مخکې د هلمند د موسی قلعه په ولسوالۍ کې یوې وسله‌والې ډلې د سولې ولسي کاروان لسګونه غړي له ځان سره نامعلوم ځای ته بیولي وو، چې د پنجشنبې تر غرمې یې څرک معلوم نه وو.

د سولې د ولسي کاروان د غړو د بیرته ستنیدلو وړاندې د دغه کاروان چارواکو خبریالانو ته ویلي وو، چې طالبانو د دوی ملګري د خبرو لپاره له ځان سره بیولي، خو د پنځو ورځو په تېرېدو سره لا هم دوی د خپلو ملګرو په اړه هیڅ ډول معلومات نه لري.

د دغه کاروان د اړیکو مشر باچا خان مولاداد د پنجشنبې په ورځ رسنیو ته په یوې استول شوې ویډیو کې وویل: "نن پنځمه ورځ ده، چې د سولې ولسي حرکت ۲۵ تنه غړي د طالبانو په سیمه کې له طالبانو سره دي، د طالبانو پر وینا، زموږ ملګري له دوی سره خبرې کوي، دا خبره د اندېښنې وړ ده چې پنځمه ورځ ده او موږ له خپلو ملګرو څخه هیڅ معلومات نه لرو چې د دوی خبرې کوم ځای ته رسیدلي دي".

خو مولاداد زیاته کړه، طالبانو ورته ډاډ ورکړی چې ملګري یې خوندي دي او لا هم د دواړو خواو ترمنځ خبرې دوام لري.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د سولې د ولسي کاروان د غړو د بیولو په اړه څه نه دي ویلي.

شاوخوا یوه اونۍ مخکې د سولې ولسي کاروان لسګونو غړو، چې سپین ږیري او ماشومان هم په کې شامل ؤ د هلمند له مرکز لښکرګاه څخه د طالبانو تر کنټرول لاندې موسی کلا ولسوالۍ ته پلی تګ پیل کړ، چې تر څلور ورځني سفر وروسته د موسی کلا نوزاد رود سیمې ته ورسېدل.

د کاروان د مسؤلینو پر وینا، وسله‌والو طالبانو په دې سیمه کې لومړی د سولې د ولسي کاروان څلور مخکښ غړي، اقبال خیبر، بسم الله وطندوست، حاجي فرهاد او غلام سرور او وروسته یې د دغه کاروانشاوخوا ۲۶ نور غړي له ځان سره نامعلوم ځای ته بوتلل.

باچا خان مولاداد وویل، طالبانو د دغه کاروان ۹ غړي چې سپین ږیري او ماشومان دي بیرته خوشې کړي، خو نور ملګري یې لا هم تري تم دي.

د هلمند ولایت موسی کلا ولسوالي د طالبانو له عمده مرکزونو څخه ګڼل کېږي.

د سولې ولسي کاروان پروسږکال په هلمند ولایت کې خلکو ته د سولې د پیغام رسولو په موخه فعالیت پیل کړ او د کابل په ګډون یې د افغانستان یو شمیر نورو ولایتونو ته هم پلي سفرونه وکړل.

XS
SM
MD
LG