د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې ولسي کاروان د طالبانو سیمې ته پر لار!


د سولې ولسي حرکت کاروان د هلمند مرکز لښکرګاه څخه د دغه ولایت موسی کلا ولسوالۍ ته پلي تګ پیل کړی دی.

موسی کلا چې په هلمند کې د طالبانو له عمده مرکزونو څخه ګڼل کېږي د سولې ولسي حرکت مسؤلین وايي، هدف یې د دغه ولسوالۍ د خلکو د غږ اورېدل دي.

د سولې ولسي حرکت په دغه کاروان کې د سپين ږیرو او ماشومانو په ګډون ۳۰ تنه ځوانان شامل دي.

یاد کاروان چې وړمه شپه یې له لښکرګاه څخه حرکت پیل کړی دا مهال د هلمند ګرشک ولسوالۍ ته رسېدلي دي.

د یاد کاروان غړي او ویاند بسم الله وطندوست د شنبې په ورځ د «غبرګولې پر۱۱مه» امریکا غږ ته وویل، چې د لارې په اوږدو کې یو شمېر نور کسان هم له دغه کاروان سره یو ځای شوي دي.

دغه کاروان غواړي د سولې پیغام د لیري پرتو سیمو ته ورسوي.
دغه کاروان غواړي د سولې پیغام د لیري پرتو سیمو ته ورسوي.

وطندوست زیاته کړه چې د دوی هدف د ولسونو راویښول او د هغوی ستونزې، مشکلات او غوښتنې تر نړیوالې ټولنې پورې رسول دي.

هغه وویل:"اوس چې مو حرکت پیل کړی دی، دا ځل موږ تر موسی کلا پوري ځو، هدف مو دادی چې هلته ولسونو ته ورسو، د ولسونو دردونه او مشکلات واورو چې پر هغوی څه تېر شوي او څه تېرېږي دا واورو او تر نړیوالو پوري یې ورسوو."

وطندوست وویل، چې موسی کلا ته پر لار په یو شمېر سیمو کې افغان چارواکو او طالبانو هم له دوی سره لیدلي دي.

د دغه کاروان ټول غړي وايي، هدف یې تر هلمندي ولسه د سولې پیغام رسول او په ټول افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګښت دی.

د سولې ولسي حرکت غړي زمري ځلاند امریکا غږ ته وویل، موسی کلا ته یې د تګ بل هدف په کوچني اختر کې د اوربند ټېنګېدل دي.

هغه وویل:"د هلمند ولس جنګونو ځپلی دی، د جګړو له امله یې بدبختۍ زیاتې شوي دي، له لښکرګاه څخه تر موسی کلا پوري پلي ځو، لوی ارمان مو په افغانستان سرتاسري سوله ده او هدف مو دادی چې موسی کلا ته ځو چې په کوچني اختر کې اوربند وشي."

د سولې ولسي حرکت بل غړي حاجي محمد نېکزاد هم امریکا غږ ته وویل:"هدف مو دادی چې د ولسونو درد او غم له ځان سره را واخلو او له نړیوالو سره یې شریک کړو."

د هلمند د سولې ولسي حرکت تېر کال د هلمند په مرکز لښکرګاه کې پارک ته نژدې تر یو ځانمرګي برید وروسته چې ګڼ شمېر کسان یې مړه او ټپیان کړل رامځته شو.

یاد حرکت لومړی د یاد ځانمرګي برید په غبرګون کې په لښکرګاه ښار کې «موږ سوله غواړو» په نوم پرلت پيل کړ چې د ښځو او سپين ږیرو په ګډون ګڼ شمېر کسان ورسره یو ځای شول.

د سولې ولسي حرکت تېر کال رامنځته شو
د سولې ولسي حرکت تېر کال رامنځته شو

دغه کاروان هغه مهال د خلکو فکر ځان ته واړاوه چې د لومړي ځل لپاره یې له هلمند څخه تر کابل پوري پلي تګ وکړ او تر پراخ هرکلي وروسته د افغانستان د بېلابېلو سیمو ګڼ شمېر اوسېدونکي ورسره یو ځای شول.

د سولې ولسي حرکت کاروان کابل ته تر رسېدو وروسته د امریکا، بریتانیې، روسیې او پاکستان د سفارتونو مخې ته د پرلت په پيلولو سره له یادو سفارتونو څخه په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

تر هغه وروسته دغه کاروان د افغانستان شمال ته د سولې پیغام رسولو په هدف بلخ ولایت ته پر لڅو پښو پلی تګ پيل کړ.

د دغه کاروان غړي وايي، دوی به په افغانستان کې د سولې تر ټينګېدو خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG