د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان دې زموږ د بیول شوو غړو برخلیک معلوم کړي ـ سولې کاروان


د سولې ولسي کاروان مسؤلین وايي، طالبان باید د دوی د بېول شوو غړي برخلیک روښانه کړي.

د دغه کاروان مسؤلین پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې طالبانو وړمه ورځ په موسي کلا ولسوالۍ کې د یاد کاروان ۲۱ نور غړي هم له ځان سره بېولي دي.

وسله والو طالبانو لومړی د تېرې شنبې په ورځ موسی کلا ولسوالۍ ته د یاد کاروان په رسېدو سره د دغه حرکت څلور مخکښ غړي، اقبال خیبر، بسم الله وطندوست، حاجي فرهاد او غلام سرور هم له ځان سره یووړل چې تر دا مهاله د ټولو برخلیک روښانه نه دی.

د سولې ولسي کاروان د اړیکو ټینګولو مشر باچا خان مولاداد د چهارشنبې په ورځ د «غبرګولې پر ۱۵مه» امریکا غږ ته وویل، چې طالبانو د دغه کاروان ۹ غړي چې سپین ږیري دي خوشي کړي، خو پاتې ۲۵ تنه یې ګرځولي دي.

ښاغلي مولاداد وویل:"ملګري خو نژدې ۲۵ تنه له دوی سره دي، سمیه ییزو طالبانو راته ویلي، چې مشکل نسته، خیر او خیرت دی، خو موږ بیا دا وایو چې تاسو زموږ له ملګرو سره چیري او پر څشي خبرې کوئ... نو معلومات موږ ته نشته، هېڅ معلومات موږ ته نشته چې دا زموږ ملګري له کومو طالبانو، سره پر کومو شیانو او کله خبرې کوي، دا شی د اندېښنې وړ دی او دا اندېښنه پر ځای پاته ده."

هغه وویل، که څه هم په هلمند کې سیمه ییزو طالبانو د دغه کاروان د بېول شوو غړو د برخلیک په اړه دوی ته ډاډ ورکړی، خو نوموړي زیاته کړه چې د وضعیت ګونګوالې دوی اندېښمن کړي دي.

د هلمند ولایت موسی کلا ولسوالي د طالبانو له عمده مرکزونو څخه ګڼل کېږي، طالبانو تر دا مهاله په رسمي ډول په دې اړه تبصره نه ده کړې.

د سولې ولسي کاروان ۳۰ تنه غړي چې سپین ږیري او ماشومان هم پکې شامل و شااخوا یوه اونۍ مخکې د هلمند مرکز لښکرګاه څخه د طالبانو تر کنټرول لاندې موسی کلا ولسوالۍ ته پلی تګ پیل کړ چې تر څلور ورځني سفر وروسته د موسی کلا نوزاد رود سیمې ته ورسېدل.

د دغه کاروان ویاند بسم الله وطندوست د دغه حرکت د پیل پر مهال امریکا غږ ته ویلي و چې موسی کلا ولسوالۍ ته د تګ هدف یې د دغه سیمې تر خلکو د سولې پیغام رسول او د هغوی غږ اورېدل دي.

XS
SM
MD
LG