د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو موسی کلا کې د سولې ولسي حرکت غړي بېولي ـ مولاداد


د سولي ولسي حرکت د جګړې له ټولو غاړو غواړي چې جنګ بند او سوله وکړي
د سولي ولسي حرکت د جګړې له ټولو غاړو غواړي چې جنګ بند او سوله وکړي

د سولې ولسي حرکت غړي وايي، موسی کلا ولسوالۍ ته په رسېدو سره طالبانو د دغه حرکت څلور مخکښ غړي له ځان سره بېولي دي.

د سولې ولسي حرکت ۳۰ غړي چې سپین ږیري او ماشومان هم پکښي شامل دي تر څلور ورځني پلي تګ وروسته یکشنبه ناوخته (جون۱) د طالبانو تر کنترول لاندې موسی کلا ولسوالۍ ته ورسېدل.

د دغه حرکت غړي وايي چې موسی کلا ته په داخلېدو سره د سیمې طالبانو د خبرو اترو په هدف د دغه کاروان څلور غړي له ځان سره بېولي چې تر دا مهاله یې برخلیک معلوم نه دی.

یاد کاروان پرون ناوخته موسی کلا ولسوالۍ ته رسېدلی
یاد کاروان پرون ناوخته موسی کلا ولسوالۍ ته رسېدلی

د سولې ولسي حرکت د اړیکو مسؤل باچا خان مولاداد د دوشنبې په ورځ د «غبرګولې پر ۱۳مه» امریکا غږ ته وویل "د موسی کلا ولسوالۍ ساحې ته په داخلېدو سره، طالبان مخته ورته راوتلي دي، دا څلور کسان چې د حرکت مشر اقبال خیبر، د حرکت ویاند بسم الله وطندوست، په ننګرهار کې د حرکت غړی حاجي فرهاد او په هلمند کې د حرکت غړی غلام سرور غفاري شامل دي."

هغه وویل په موسی کلا کې له طالبانو سره لیدنه د دوی د سفر په اجنډا کې نه وه شامله. موسی کلا چې په هلمند کې د طالبانو له عمده مرکزونو څخه ګڼل کېږي د سولې ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست تېره شنبه امریکا غږ ته ویلي و چې د سفر هدف یې د دغه ولسوالۍ د خلکو د غږ اورېدل دي.

د سولې ولسي حرکت یو بل غړي زمري ځلاند هم امریکا غږ ته ویلي و چې، موسی کلا ته یې د تګ هدف په کوچني اختر کې د اوربند ټېنګېدل دي. وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سولې ولسي حرکت تېر کال د هلمند په مرکز لښکرګاه کې پارک ته نژدې تر یو ځانمرګي برید وروسته چې ګڼ شمېر کسان یې مړه او ټپیان کړل رامځته شو.

دغه کاروان ۳۰ تنه غړي لري
دغه کاروان ۳۰ تنه غړي لري

یاد حرکت لومړی د یاد ځانمرګي برید په غبرګون کې په لښکرګاه ښار کې «موږ سوله غواړو» په نوم پرلت پيل کړ چې د ښځو او سپين ږیرو په ګډون ګڼ شمېر کسان ورسره یو ځای شول.

دغه کاروان هغه مهال د خلکو پام ځان ته واړاوه چې د لومړي ځل لپاره یې له هلمند څخه تر کابل پوري پلي تګ وکړ او تر پراخ هرکلي وروسته د افغانستان د بېلابېلو سیمو ګڼ شمېر اوسېدونکي ورسره یو ځای شول.

د دغه کاروان غړي وايي، دوی به په افغانستان کې د سولې تر ټينګېدو خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG