د لاس رسي وړ اتصالات

ټویټر په شپږو هیوادونو کې د پروپاګند زرګونه حسابونه وتړل


ډیری تړل شوي حسابونه هغه دي چې د چین د کمونیست ګوند په پلوۍ یې تبلیغات خپرول.
ډیری تړل شوي حسابونه هغه دي چې د چین د کمونیست ګوند په پلوۍ یې تبلیغات خپرول.

د ټویټر ټولنیزه شبکه وایي په شپږو هیوادونو کې چې روسیه او چین هم پکې شامل دي تقریباً ۳۵۰۰ داسې حسابونه تړلي دي چې د حکومتونو په پلوۍ یې تبلیغات یا پروپاګند کاوه.
ټویټر په یوې اعلامیې کې چې نن پنجشنبه ډسمبر ۲ (لیندۍ۱۱) خپره شوې ویلي چې ډیری تړل شوي هغه حسابونه وو چې د چین په سین یانګ کې د اویغوریانو سره د چین د کمونیست ګوند د رویې په هکله مبالغه پکې کیده.

ټویټر تقریباً ۲۰۴۸ حسابونه تړلي چې د چین د ایغوریانو په برخې کې یې د چین پلوي کوله او د یوې کلتوري شرکت ۱۱۲ حسابونه یې هم تړلي چې د سین یانګ د سیمه ایز حکومت سره تړاو لري.

په چین دا تور دی چې د سین یانګ په سیمه کې د اویغور مسلمانانو د بشري حقونو نه جدې سرغړاونې کوي. کارپوهان اټکل کوي چې پدې سیمه کې د یو میلیون څخه ډیر کسان په کمپونو کې بندیان دي.

د ټویټر نه وړاندې د فیس بوک شرکت هم ویلي و چې څه باندې ۵۰۰داسې حسابونه یې تړلي چې د کویډ-۱۹ بیمارۍ په هکله د چین د نفوذ په هکله یې تبلیغات کول.
پدې حسابونو کې د سویس د یوه اوسیدونکي چې خیالي بیالوژي پوه بلل کیږي او معلومه نده چې آیا پدې نامه کوم بیالوژي پوه شته که نه، حساب هم شامل دی.د هغه دا ادعاوې لاس په لاس کېدي او تبلیغ ورته کیده چې ګواکې متحده ایالات په هغو هلو ځلو کې لاسوهنه کوي چې د کرونا ویروس د اصلي سرچینې د پیدا کیدو لپآره کیږي.

په چین کې د جولای په میاشت کې هم د همدې خیالي بیالوژي پوه حوالې ورکول کیدې خو کله چې په بیجنګ کې د سویس سفارت وویل ددې کس په هکله هیڅ معلومات نشته ګڼ شمیر ورځپانو هغه لیکنې چې د دې په اصطلاح بیالوژي پوه حواله پکې ورکړل شوې وه پاکې کړلې.


په چین کې فیسبوک او ټویټر دواړه بند دي خو بیجنګ په نړیوال ډګر کې خپل مخالفت د همدې شبکو د لارې چې دواړه یې امریکایي شرکتونه دي، څرګندوي.

د چین تر څنګ ټویټر د روسیې د انټرنیتي څیړنو د یو شرکت ۱۶ حسابونه بند کړي چې انتقاد کوونکي وایي دا شرکت په انټرنیټ کې د روسیې د حکومت په پلوۍ تبلیغات کوي.

د ټویټر په اعلامیې کې ویل شوي چې د ۵۰ حسابونو یوه شبکه یې له منځه وړې چې د لیبیا په ملي حکومت یې بریدونه کړي او یا یې ملاتړ کړي. دې حسابونو په لیبیا او سوریه کې د روسیې د جیوپولیټکي دریځ ملاتړ کاوه.

ټویټر همدارنګه ۲۷۶ حسابونه چې په مکسیکو کې یې د حکومت په پلوۍ مواد خپرول بند کړي او ۲۷۷ حسابونه یې په ونزویلا کې تړلي چې د حکومت په ملاتړ یې هشټګونه کارول او یا یې د حکومت د بیانیو مبالغه کوله..
نور تړل شوي حسابونه د افریقا په لویې وچې کې دي. ټویټر په یوګانډا کې ۴۱۸ حسابونه چې د دې هیواد جمهور رئیس په ملاتړ یې لیکنې کولې، بند کړي.

XS
SM
MD
LG