د لاس رسي وړ اتصالات

 برما کې د توغندیو په بریدونو کې دوې روهینګیايۍ ښځې وژل شوي


پوځ د اراکان ځواک او د اراکان ځواک پوځ تورنوي چې ولسي خلک وژني
پوځ د اراکان ځواک او د اراکان ځواک پوځ تورنوي چې ولسي خلک وژني

د برما د روهېنګیا په سیمه کې د توغندیو په تازه بریدونو کې دوې مسلمانې ښځې وژل شوي دي.

دا پېښه د شنبې په ورځ (جنوري۲۶) شوې ده. د پوځ ویاند وايي چې یوه مېرمن ځای پر ځای وژل شوې او بله یې روغتون ته تر انتقال وروسته ساه ورکړې ده.

پوځ وايي برید په برما کې د "اراکان ځواک" په نامه ډلې کړی دی. دا ډله په برما کې زیات استقلالیت او خپلواکي غواړي. خو د "اراکان ځواک" پوځ تورنوي چې توغندي یې وېشتلي دي.

څو اونۍ مخکې د سړک غاړې ماین په یوې چاودنې کې څلور روهېنګیايي ماشومان ووژل شول. په برما کې د مسلمانانو په سیمو کې د دغه هېواد د پوځ له عملیاتو وروسته سلګونه مسلمانان وژل شوي او ژوبل شوي دي.

پوځ په ۲۰۰۷ کې د راخین په سیمه کې عملیات وکړل ۷۴۰۰۰۰ روهینګیايي مسلمانانو خپل کورونه پرېښودل او بنګله دېش ته وتښتېدل. خو لا هم زرګونه نور په روهېنګیا کې ژوند کوي او د بشري حقونو ډلې د هغو پر ضد روان عملیات (نسل وژنه) بولي.

ملګري ملتونه هم وايي چې دا عملیات نسل وژنه وه، خو د میانمار حکومت وايي چې عملیات یې د یاغیانو په ضد پیل شوي وو.

په همدې حال کې د هاګ محکمې د پنجشنبې په ورځ (جنوري۲۳) د میانمار حکومت ته لارښوونه وکړه چې د روهینګیايي مسلمانانو پر ضد دې د هر ډول تربګنیو او زور زیاتيو مخه ونیسي او په دې اړه دې لازم اقدمات وکړي.

په میانمار کې د حاکم ګوند ویاند مایو نایونت د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې د میانمار حکومت د هاګ د محکمې په ډېرو غوښتنو عمل کړی دی، خو په دې اړه یې ډېر جزییات ورنکړل.

XS
SM
MD
LG