د لاس رسي وړ اتصالات

د بخښنې سازمان: د دوو افغان خبریالانو د وژلو پلټنه دې وشي


دا خبریالان په تخار کې وژل شوي
دا خبریالان په تخار کې وژل شوي

په افغانستان کې د بخښني نړیوال سازمان سیمه ییز دفتر په تخار ولایت کې د دوو خبریالانو وژل کېدل وغندل.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ د «سلواغې پر ۱۷مه» د یادو خبریالانو د وژل کېدو په اړه د هر اړخیزو څېړنو غوښتنه کړې ده.

د دغه سازمان د افغانستان د پلټنې د څانګې مسؤل زمان سلطاني‌ ویلي چې افغان حکومت باید د ژورنالستانو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر ماښام ناوخته د تخار مرکز تالقان ښار کې د همصدا په نامه د یوې FM راډیو دوه تنه کار کوونکي چې ژوندۍ خپرونه یې پرمخ بیوله د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوي دي.

د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر وايي چې وسله وال کسان د همصدا راډیو انګړ ته داخل شوي او ددغې راډیو دوه تنه کار کوونکي یې وژلي دي.

هغه وايي چې تر اوسه د راډیو ددغو دوه تنو کار کوونکو د وژلو علت معلوم نه دی، خو پولیسو خپل تحقیقات پیل کړي دي.

د همصدا راډیو مسوله سمین حسیني وايي چې وسله وال کسان د راډیو د انګړ پر دېوال اوښتي او د راډیو دوه تنه کار کوونکي رحیم الله او شفیق اریا یې د خپرونې د پرمخ وړلو پر وخت وژلي دي.

په تخار کې د بي بي سي راډیو خبریال زلمی اشنا وايي چې په دغه ولایت کې سیمه ییزې رسنۍ مسولین خپل امنیت ته پام نه کوي او هر څوک په اسانۍ سره د رسنۍ انګړ ته ننوتلی شي.

هغه زیاتوي چې تخار یوه سنتي ټولنه ده او ځینې راډیوګانې چې تفریحي خپرونې لري، کله کله د دیني عالمانو خوا هم تر نیوکې لاندې راځي، چې په خپرونو کې له نجونو سره د خندا او ټوکو خبرې کیږي.

هغه زیاتوي چې په تخار کې د همدغو تفریحي خپرونو په خاطر د خلکو تر منځ منفي ذهنیتونه پیدا شوي دي.

په شمال ختیځو ولایتونو کې د خبریالانو د مصونیت د کمیټې مسول اجمل کاکړ وايي چې د دغې راډیو کارکوونکو او خبریالانو ته پخوا تر دې د کومې وسله والې ډلې او یا شخص له خوا ګواښ نه و شوی، خو د دوی د معلوماتو له مخې ځینې راډیو ګانې چې تفریحي خپرونې لري او نجونې ورته زنګونه وهي کیدای شي د کورنیو حساسیتونه راوپاروي.

په شمال ختیځو ولایتونو کې دا لومړۍ پیښه ده چې وسله وال کسان د یوې سیمه ییزې راډیو انګړ ته داخلیږي او د یوې خپرونې دوه تنه پرمخ وړونکي وژني.

تر دامهاله د دغه پېښې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دا په روان میلادي کال دریم خبریال دی چې په افغانستان کې وژل کېږي.

تر دې مخکې په تېره جنورۍ میاشت کې یو خبریال په فراه ولایت کې د وسله والو طالبانو لخوا وژل شوی و، خو وسله والو طالبانو د هغه خبریال د وژل کېدو په اړه څه نه و ویلي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG