د لاس رسي وړ اتصالات

په کالفورنیا کې په یو برید کې دوه کسان وژل شوي


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د امریکا د کالفورنیا په ایالت کې پولیس چارواکي وايي د «والمارت» په نامه په یوې لویې مغازې باندې د وسله وال برید په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.

پولیس چارواکي وايي یو وسله وال کس د شنبې په ورځ ناوخته (جون۲۷) د کالفورنیا د «ریډ بلف» په سیمه کې د «والمارت» د یوې لویې مغازې یو کارکوونکی وواژه او څلور نور کسان یې ژوبل کړل. پولیسو بیا بریدګر په ډزو وواژه.

د رویټرز اژانس د کالفورنیا د «تیهاما» د حوزې د پولیسو له خولې لیکلي ‌دي چې بریدګر د مغازې د موټرو په تمځای کې خپل موټر څلور ځله تېر کړی او راتېری کړی دی او بیا یې موټر له مغازې سره جنګولی او ډزې یې پیل کړي‌ دي.

«والمارت» په یوې اعلامیې کې په دغې پېښې خواشینې ښودلې ده او ویلي دي چې له پولیسو سره به د پېښې په تحقیقاتو کې ګډ کار کوي.

د کلفورنیا د «ریډ بلف» په ښار کې شاوخوا ۱۴۰۰۰ کسان ژوند کوي.

لا د برید انګیزه معلومه نه ده.

دا برید داسې مهال کیږي چې تېره یکشنبه جون ۲۱ (چنګاښ۱) د امریکا د مینوسوتا د میناپولیس د «هینيپن جنوبي څلور لارې» کې په یو وسله وال برید کې لس تنه ژوبل شول.

راپورونه وايي چې یو شمېر پلیو وسله والو په خلکو ډزې وکړې چې یو کس په کې وژل شوی هم دی.

تر دغې پېښې مخکې په لاس ویګاس کې په یو وسله وال برید کې یو پولیس او یو بریدګر وژل شوي وو.

دا پېښې داسې مهال کیږي چې د امریکا په یو شمېر ښارونو کې د تبعیض ضد او عدالت غوښتنې مظاهرې وشوې. دا مظاهرې له هغه وروسته پیل شوې چې په مینوسوټا کې یو تورپوستی امریکايي د پولیسو په توقیف کې مړ شو.

XS
SM
MD
LG