د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په ختیځ زون کې د پولیو ضد ځانګړی کمپاین پیل شو


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

روغتیایي چارواکي وایي د فبروري په ۲۰ (کب لومړۍ) نیټه د افغانستان په ختیځه حوزه کې د پولیو ضد ځانګړی کمپاین پیل شو.

د روغتیایي مسؤولینو په وینا، دا د ختیځو ولایتونو (ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان) لپاره د ۲۰۲۳ میلادي کال دویم ځانګړی درې ورځنۍ کمپاین دی چې په ترڅ کې به یې کابو ۱.۲ میلیونه ماشومان واکسین شي.

په کابل کې د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤول، ډاکټر نیک ولي شاه مومن، امریکا غږ ته وویل: ”دا کمپاین په ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو کې ترسره کیږي، او ۱.۲ میلیونه له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان به د پولیو ناروغۍ په وړاندې واکسین شي.“

د نوموړي په وینا، دا کمپاین ځکه د افغانستان ختیځ زون ته ځانګړی شوی، چې تېر کال پکې زیات محیطي سپملونه مثبت ؤ. که څه هم دا د مثبتو پېښو د شتون په معنا ندي، خو د یوه ګواښ په توګه ګڼل کیږي، او باید ماشومان یې په وړاندې وقایه شي.

ښاغلي مومن زیاته کړه: ”موږ خپلو ټولو ټیمونو ته اړینه روزنه ورکړې، او د دیني عالمانو، قومي مشرانو، راډيو، تلویزیون او ټولنیزو شبکو له لارې مو هغو کورنیو ته چې د خپلو ماشومانو له واکسینولو ډډه کوي، د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره کړي، تر څو خپل ماشومان واکسین کړي.“

د کونړ ولایت اوسېدونکي، عطاء الله ساپي، امریکا غږ ته وویل: ”له عامې روغتیا وزارت او اړوندو نړیوالو روغتیایي ادارو مو غوښتنه دا ده چې ختیځو ولایتونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، تر څو موجوده ګواښ له منځه ولاړ شي او زموږ ماشومان په ګوزڼ اخته نشي.“

د ننګرهار د طب پوهنځي محصل، میرویس، بیا خپل نظر داسې شریکوي: ”پدې کمپاین کې باید ټولو سیمو ته رسیدګي وشي، او هیڅ ماشوم باید له واکسین څخه پاتې نشي. ټولې کورنۍ باید خپل له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي.“

په ګاونډي هیواد پاکستان کې د پولیو پېښو د ګراف لوړیدل، ننګرهار کې د مثبتو محیطي سمپلونو زیاتوالی، او همدارنګه کونړ کې د یوې مثبتې پېښې شتون، هغه عوامل دي چې د افغانستان په ختیځ کې یې د پولیو ناروغۍ په اړه د روغتیا پالانو او خلکو اندېښنې راپارولي.

XS
SM
MD
LG