د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو نړیواله ورځ؛ لا هم افغان ماشومان د دغه ویروس قربانیان دي 


نن د اکتوبر ۲۴ د پولیو نړیواله ورځ ده. د پولیو پېښې دا مهال یوازې په افغانستان او پاکستان کې ثبت شوې، خو پولیو په نړۍ کې لا هم د ماشومان ژوند ګواښي.

په ۱۹۸۸ کال کې د پولیو ویروس د نړۍ په ۱۲۵ هېوادونو کې خپور و او هغه مهال نژدې هره ورځ یې ۱۰۰۰ ماشومان فلج کول. په همدغه کال کې د پولیو ویروس د ختمولو هڅه پیل شوه.

په تېرو شاوخوا ۳۵ کلونو کې د پولیو د ختمولو په هڅو کې د پام وړ پرمختګونه لیدل کېږي او دا مهال دا ویروس ۹۹ سلنه کم شوی دی.

د متحدو ایالتونو د ناروغیو د کنترول او مخنیوي د مرکز د معلوماتو په اساس، مخکې په کال کې به ۳۵زره د پولیو پېښې کېدې، او اوس دا شمېر ۱۰ ته راکم شوی دی. پاکستان او افغانستان دوه هغه هېوادونه دي چې دا ویروس لا هم په کې خپور دی.

په افغانستان کې تېر۲۰۲۲ کال کې د پولیو دوې پېښې او په روان کال کې شپږ پېښې ثبت شوې دي. دا پېښې د ننګرهار په خوګیاڼو، بټي ګوټ، کوټ، نازیانو، بهسودو او دوربابا په ولسوالیو کې شوي دي. دا سېمې پاکستان ته نژدې دي.

په پاکستان کې بیا تېرکال ۲۰ پېښې او سږکال یې یوازې د پولیو د دوو پېښو خبر ورکړی دی.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وویل چې د خپلو نړیوالو شریکانو په مرسته یې په افغانستان کې د پولیو ضد کمپاین پیل کړی.

دغه وزارت ویلي دي چې دا کمپاین به لومړی په ننګرهار، کونړ او لغمان کې د اکتوبر تر ۲۷ نېټې پورې روان وي خو د افغانستان په نورو برخو کې به د اکتوبر له ۲۳ نېټې څخه تر ۲۶ نېټې پورې وي.

په اعلامیې کې ویل شوي دي چې‌ په دې کمپاین کې به څه باندې ۶.۳ میلیون ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین وشي.

د متحدو ایالتونو د ناروغیو د کنترول او مخنیوي د مرکز وايي تر څو پورې چې د پولیو ویروس په افغانستان او پاکستان کې وي، نړۍ په خطر کې ده.

دغه مرکز وايي چې د روغتیا نړیوال سازمان باید د دغه ویروس ضد واکسینونه زیات کړي او په هغه ځای باندې تمرکز وکړي، چې ممکن د پولیو ویروس ترې خپرېږي.

دغه مرکز له ټولو خلکو غوښتي دي چې د پولیو ویروس په اړه خلکو ته عمومی معلومات ورکړي او په دې هم پوه کړي چې چې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG