د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د گرمۍ له سختې څپې سره مخامخ ده


د امریکا د متحده ایالاتو د ولس له دریو نه یوه برخه وگړي د سختې گرمۍ له څپو سره مخ دي او تمه ده چې ددې هیواد په ځینو برخو کې هوا د اونۍ په پای کې د سانتیگراد په کچه ۴٣ درجو ته لوړه شي.

هغه څه چې مسؤلین یې اندیښمن کړي د هوا سخت رطوبت دی چې د گرمۍ اثر نور هم زیاتوي. د گرمۍ د زیان د مخنیوي په خاطر مقاماتو د آس ځغلولو لوبو په ګډون ګن شمیر نور پروګرامونه ځڼډولي چې په ځینې ایالتونو کې له مخکې تنظیم شوي و.

تمه ده چې د گرمۍ دغه څپې نن د جمعې ورځې (جولای ١٩) په وروستیو شیبو کې پیل او د شنبې او یکشنبې په ورځو کې اوج ته ورسیږي. دغه څپې تر ډیره د امریکا په مرکزي او شمال ختیځو سیمو کې احساسیږي.

د امریکا د هواپیژندنې یو مسؤل ډیویډ رات، وایي: "۱۲۴ میلیون کسان د سختې گرمۍ سره مخامخ دي، چې د امریکا د نفوس له دریو څخه یوه برخه جوړوي."

د واشنگټن ډي سي او نیویارک په گډون د متحده ایالاتو ځنې ایالتونه معمولا په دوبي کې د گرمۍ د زیاتیدو شاهد وي، خو پدې وروستیو کلونو کې د گرمۍ زیاتیدل بیسارې بلل شوي.

څارونکي پدې باور دي چې پدې وروستیو کلونو کې د هوا زیات گرمیدل د اقلیم د بدلون څرگنده نښاني ده.

XS
SM
MD
LG