د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ خپل پخواني وکیل ته ویلي وو چې کانگرس ته درواغ ووایي - رپوټ


د امریکا د کانگرس د استازو مجلس دموکرات غړو وایي د یو رپوټ په هکله پلټنې کوي چې وایي د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ خپل پخواني مدافع وکیل مایکل کوهن ته امر کړی و چې کانگرس ته درواغ ووایي.

د Buzzfeed په نامه د خبري ویبپاڼې یو خپور شوي رپوټ کې هغو دوو مامورینو چې ددغه پلټنو مسؤلیت لري ادعا کړې ده چې ښاغلي ټرمپ خپل شخصي مدافع وکیل ته ویلي وو چې په مسکو کې د "ټرمپ برج" د جوړولو د پروگرام په هکله درواغ ووایي.

ښاغلي کوهن مخکې اعتراف کړی و چې د امریکا کانگرس ته یې په خپلو څرگندونو کې درواغ ویلي دي خو د ټرمپ نوم یې نه و اخیستی.

د ښاغلي ټرمپ پخوانی مدافع وکیل مایکل کوهن
د ښاغلي ټرمپ پخوانی مدافع وکیل مایکل کوهن

تر اوسه ښاغلي ټرمپ ددغه رپوټ په هکله غبرگون ندی ښودلی خو دمخه یې دغه ادعا رد کړې ده چې گواکې پدې اړه یې خپل شخصي وکیل ته سپارښتنه کړې ده.

د امریکا د استازو مجلس غړي ادم سچیف، ددغه رپوټ په غبرگون کې په پخل ټویټر لیکلي "د امریکا د جمهور رئیس ادعاوې چې د روسیې سره د خپلو اړیکو د پټولو په هکله یې له کانگرس لاره ورکه کړې ده یو خورا جدي ادعا ده."

هغه زیاته کړه "مونږ ددې مسلې د حقیقت موندنې لپاره هر هغه څه چې لازم وي هغه به وکړو."

د امریکا د کانگرس د استازو مجلس بل غړي جواکین کاسترو، هم په خپل ټویټر لیکلي چې که دغه رپوټ رښتیا وي ښاغلی ټرمپ "باید استعفا وکړي او یا استیضاح شي."

له دې دمخه د ښاغلي ټرمپ وکیل رودي جولیاني که څه هم منلې وه چې ښایي د ښاغلي ټرمپ د انتخاباتي کمپاین ځینې غړي د روسیې سره اړیکې نیولې وې، خو ټینگار یې کړی و چې پخپله ښاغلي ټرمپ پدې موضوع کې دخالت نه درلود.

XS
SM
MD
LG