د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د امریکا د سفارت د کارکوونکو د کمیدو امکان


په کابل کې د امریکا سفارت د ودانیو مجموعه
په کابل کې د امریکا سفارت د ودانیو مجموعه

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د خپل سفارت د کارکونکو د کمولو په هکله "هراړخیزه څیړنه" کوي.

د امریکا ملي رادیو ان ‌پی ار چې په کابل کې یې د امریکا د سفارت داخلي یاداشتونو ته لاره موندلې رپوټ ورکړی چې دغه سفارت اوسمهال په نړۍ کې د بل هر سیاسي ماموریت څخه ستر دی.

پدغو یاداشتونو کې راغلي "په کابل کې زمونږ شتون د کلونو په ترڅ کې په غیر معمولي توگه پراخ شوی. دغه ماموریت د نړۍ په کچه تر ټولو ستر دی او تر هغه څه لوی دی چې باید اوسي (د نورو سترو سفارتونو په پرتله دوه چنده ستر، او په بغداد کې د امریکا د سفارت په پرتله ٣٥ چنده ستر دی)."

په کابل کې د امریکا سفارت ددغو یاداشتونو په هکله څه ندي ویلي. خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو مقام ان پي ار ته ویلي چې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په کابل کې د سفارت د کارکوونکو په کمولو ټینگار کوي.

په کابل کې د امریکا د سفارت د کارکوونکو دقیقه شمیره نده څرگنده، خو د امریکایانو او محلي کارکوونکو او همداشان د قرادادیانو په گډون د هغوی مجموعي شمیر زرگونو تنو ته رسیږي.

شاوخوا څلور کاله مخکې ددې سفارت د پراخولو لپاره امریکا ٨٠٠ میلیونه ډالر ولگول.

په کابل کې د امریکا د سفارت د کارکوونکو د کمولو پروگرام پداسې حال کې مطرح شوی چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شمیر د کمولو د امکان په هکله رپوټونه ورکړل شوي دي.

امریکایي مقاماتو ویلي دي چې د طالبانو سره د سولې د مذاکراتو د پرمختگ څرنگوالي ته په کتلو به د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو او یا کمولو په هکله تصمیم ونیسي.

خو د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پتریک شاناهن، د پنجشنبې په ورځ (فبرورۍ ١۴) اعلان وکړ چې پدې هکله هر ډول تصمیم به د ناټو د غړو سره په هم آهنگۍ ونیول شي.

XS
SM
MD
LG