د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د روسیې سره د اټومي میزایلو د مخنیوي له تړون ووتله


د امریکا متحده ایالات د جمعې په ورځ، اگست دوهمه (زمري ١١) په رسمي توگه له روسیې سره د منځني واټن ویشتونکو اټومي میزایلو د نه پراخولو له تړون نه ووتله.

د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ حکومت ددغه تړون نه د وتلو له اعلان سره جوخت ویلي دي چې پدغه تړون کې د بیا شاملیدو نیت نلري.

د منځني واټن ویشتونکو میزایلو د نه پراخولو د تړون په اساس چې په ١٩٨٧ کال کې د امریکا پخواني جمهور رئیس رونالډ ریګن او د شوروي اتحاد مشر میخایل ګورباچوف لاس لیک کړی و، امریکا او روسیې اجازه نه درلودله چې د ۵۰۰ او ۵۵۰ کیلومتره واټن ویشتونکي بالستیکي میزایل په اروپا کې ځای پر ځای کړي.

خو شاوخوا شپږ میاشتې دمخه امریکا او ناټو پر روسیې د نویو کروز توغندیو د ځای پر ځای کولو تور ولگاوه، او خبرداری یې ورکړ چې که روسیه ددغه تړون پالنه ونکړي، له دې تړون به ووځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یوه اعلامیه کې وویل: " امریکا به د یو داسې تړون غړی نه شي چې روسیه ترې په قصدي توگه سرغړونه کوي."

هغه زیاته کړه: "ددغه تړون نه د روسیې پیروي نه کول...د امریکا متحده ایالاتو او د هغې متحدینو ته مستقیم گواښ متوجه کړې دی".

مسکو دغه تورونه رد کړي د او ویلي یې دي چې امریکا ددغه تړون نه د وتلو لپاره د بهانې په لټه کې وه.

ددغه تړون نه د امریکا د وتلو سره جوخت د ناټو تړون هم اعلان کړی دی چې ددغه تړون د ماتولو ټول مسؤلیت د روسیې په غاړه دی.

دغه سازمان د جمعې په ورځ وویل: "ناټو به د هغه پام وړ گواښونو په اړه چې روسي میزایلو رامنځ ته کړي، مسؤلانه او سنجیدلی غبرگون وښیي".

XS
SM
MD
LG