د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن: یوه اندیښنه مو په افغانستان د کورنۍ جګړې پیښیدل دي


د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس، وایي په افغانستان کې د موجودو اندیښنو څخه یوه یې د کورنۍ جګړې پیلیدل دي.

ښاغلي پرایس د سه شنبې په ورځ اګست درېیمه (زمري ۱۲) په قطر کې د سولې بین الافغاني مذاکراتو ورو والي ته په اشارې وویل: "که هغوی [طالبان] له هغه څه چې ویلي یې دي تیری وکړي، په بین المللي ډګر کې به ورټل شي او د څو اندیښنو څخه زمونږ د ټولو یوه داده چې دا ډول وضعیت په کورنۍ جګړې بدل نشي."

د سولې بین الافغاني مذاکرات تیر کال د قطر په پلازمینه دوحه کې پیل شول، خو تر اوسه یې کومه څرګنده نتیجه نده ورکړې او د مذاکراتو دواړه اړخونه یو پریکړې ته د رسیدو څخه ډیر لرې دي.

د افغانستان د مصالحې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، ویلي دي چې طالبان د سولې له مذاکراتو او د هغه څخه د هر ډول سیاسي تفاهم څخه په واک کې ستره ونډه غواړي.

ښاغلي خلیلزاد د سه شنبې په ورځ اګست درېیمه (زمري ۱۲) د اسپن بنسټ په امنیتي غونډه کې وویل چې په افغانستان کې جګړه نور مشروعیت نلري او د هغه په وینا دغه جګړه د ښکیلو اړخونو ترمنځ د انډول او د قدرت د ټینګولو لپاره ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداشان د افغانستان د دفاع وزیر بسم الله خان محمدي په میلمستون باندې د وسله والو بریدګرو حمله چې مسولیت یې طالبانو منلی، وغندله.

د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر له پیل کیدو وروسته د طالبانو بریدونو زور اخیستی او همدا اوس د دریو عمده ولایتونو –هرات، کندهار او هلمند – مرکزونه د طالبانو په محاصره کې دي.

XS
SM
MD
LG