د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ښار کې د تیرې شپې چاودنې ۸ ملکیان وژلي ۲۰ ټپیان دي


کابل کې د تیرې شپې چاودنې سیمه
کابل کې د تیرې شپې چاودنې سیمه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل ښار کې د تیرې شپې برید کې د یوې ښځې په ګډون ۸ ملکي وګړي وژل شوي او شااوخوا ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي نن چهارشنبه اګست څلورمه (زمري ۱۳) له رسنیو سره شریک شوو معلوماتو کې ویلي چې افغان ځواکونو تر پنځه ساعته عملیاتو وروسته بریدګر له منځه وړي دي.

د افغان چارواکو له قوله تیر ماښام شااوخوا اته بجې تر موټر بم چاودنې وروسته یو شمېر وسله والو د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند شېر پور سیمه کې د افغانستان د دفاع وزارت د سرپرست جنرال بسم الله محمدي پر مېلمستون برید وکړ.

د افغانستان دفاع وزارت وویل چې د برید پرمهال خپله بسم الله محمدي په کور کې نه و او د هغه د کورنۍ غړو ته هم زیان نه دی رسېدلی.

بلخوا افغان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل ښار کې د تیرې شپې برید غندلی دی.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې د ښاغلي غني له قوله ویل شوي: "د طالبانو جګړه فتنه او فساد دی او د الهي ارشاداتو له مخې د فتنه ګرو او فسادګرو پر وړاندې داسې ودرېدل پکار دي، لکه په بېلابېلو ولایتونو او سیمو کې چې زموږ هیوادوال د فتنې د دفعه کولو په موخه د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ ټینګ ودرېدل او دغه بهیر به ادامه ولري."

دا په کابل کې تر څو میاشتو وروسته درنه چاودنه وه چې غږ یې د کابل ښار تر ډېرو سیمو اورېدل شوی دی.

له سیمې یو شمېر عیني شاهدانو امریکا غږ ته وویل چې د چاودنې له امله یې د کورونو دروازې او شیشي ماتې شوي دي.

تر دا مهاله په کابل ښار کې د تیرې شپې چاودنې او ډله ییز برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

په کابل ښار کې دغه چاودنه پر داسې مهال کیږي چې تیره شپه ګڼ شمېر کابل ښاریانو د الله اکبر نارو په وهلو سره په هیواد کې د جګړې بندېدو غوښتنه کول.

XS
SM
MD
LG