د لاس رسي وړ اتصالات

لښکرګاه کې جګړه؛ زرګونه بندې پاتې کورنۍ د ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي


لښکرګاه ښار
لښکرګاه ښار

د هلمند ولایت د کډوالو چارو رئیس سید محمد رامین نن چهارشنبه امریکا غږ ته وویل چې په لښکرګاه ښار کې د جګړې له امله څه باندې ۳۰زره کورنۍ بېځایه شوي دي.

نوموړي وویل: "د تیرې یوې اونۍ راپدېخوا د بد جګړیز وضعیت له امله څه باندې ۳۰زره کورنۍ بېځایه شوي، د جګړو له امله مرستو ته لاس رسئ نه کیږي، فعلاً هیڅ نه کیږي جګړیز حالت دی."

بلخوا د هلمند د ولایتي شورا رئیس عطاءالله افغان نن چهارشنبه اګست څلورمه (زمري ۱۳) امریکا غږ ته وویل چې جګړه نن د لښکرګاه ښار لومړۍ حوزې یا امنیې قوماندانۍ ته نژدې شوې ده.

ښاغلي افغان زیاته کړه چې د سختې جګړې له امله زرګونه کسان له خپلو کورنو وتلي او د ژوند کولو هیڅ ډول امکانات نلري.

هغه زیاته کړه: "خلک ستړي دي، زموږ د خلکو وضعیت خراب دی... د هلمند وضعیت نن د سورې په ډول دی، ځکه ټول خلک په دغه سخته ګرمۍ کې له خپلو کورونو وتلي دي. د ژوند کولو هیڅ ډول امکانات نلري... تر دې بد وضعیت د هلمند په تاریخ کې د هلمند پر خلکو نه دی راغلی."

د هلمند د ولایتي شورا رئیس پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د خلکو له کورونو څخه د سنګر په توګه کار وانخلي او پر حکومت یې هم غږ وکړ چې د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره د هوايي بریدونو پر مهال له احتیاط څخه کار واخلي.

هغه خلکو ته د بېړنو مرستو رسېدو په هدف په لښکرګاه کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند ټینګېدو غوښتنه وکړه.

پر همدې مهال د لښکرګاه ښار یو شمېر اوسېدونکو امریکا غږ ته وویل چې د تیرو څو ورځو راپدېخوا په خپلو کورنو کې بند پاتې دي.

د لښکرګاه ښار اوسېدونکي راحت الله امریکا غږ ته وویل: "جګړه ښار ته راغلې ده. سخته جګړه ده، طالبان هم ډزې کوي، طیارې هم بمبار کوي. ډيره وېره ده. د کور مخته مو د یو وژل شوي ماشوم جسد پروت دی د بېرې څوک نشي ایسته کولای. څو ورځو راهيسي برق نسته، د اوبو ټانکۍ شايد نن وچه سي بيا نو نه پوهېږو چې له کومه به اوبه پيدا کوو. نانوايي ته تګ ستونزمن دی، زموږ کور کې د پخوا وچه سوې ډوډۍ پرته ده، هغه خورو، ټول خلک له لوږي، تندي سره جدي مخ دي يا به ژر مخ سي."

د لښکرګاه ښار یو بل اوسېدونکي د نوم نه څرګندولو په شرط امریکاغږ ته وویل: "له څه وخته چې جګړه شروع سوې ټول زیان یې ملکیانو لیدلی د وسله والو د لورې د خپلو کورو په زور ایستل سوي د ملکي او نظامي ادارې کارکوونکو کورونو ته وسله وال ورغلي چې ځینې یې د کورو ایستلې دي او نورو ټولو خپل موقیعتونه بدل کړي. د کورونو څخه وسله والو موټران په زور ایستلي چې خپل ټپیان انتقال کړي. برق د جګړې له امله شکېدلی دی ډېرې کورنۍ بې اوبو دي خلک چې په کورونو کې بند پاتې دي د لوږې سره مخ دي. ټولې دولتي او خصوصي ادارې بندي دي ښوونځي نسته ټول ځایونه جنګ دی خلک ناهیلې دي چې ټول کاروبارونه په ټپه ولاړ دي، ځینې دوکانونه سوځېدلې او ځینې یې چور شوي دي."

امریکا غږ هڅه وکړه چې په لښکرګاه ښار کې د روانې جګړې او د رامنځته شوو ستونزو په اړه د هلمند والي او په دغه ولایت کې د ۲۱۵ میوند قول اردو نظر واخلي، خو د پر له پسې هڅو سره سره ونه توانېدو.

خو د هلمند ولایت یوې حکومتي سرچینې امریکا غږ ته وویل چې د هلمند والي د قول اردو له مسؤلینو سره د طالبانو د ځپلو لپاره پر امنیتي پلان کار کوي.

نوموړي زیاته کړه چې د طالبانو د بریدونو بر شا تمبولو لپاره لښکرګاه ښار ته تازه دمه ځانګړي ځواکونه رسېدلي او افغان هوايي قواو تیره شپه په لښکرګاه کې پر وسله والو طالبانو درنه بمباري هم کړې ده.

خو د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن چهارشنبه امریکا غږ ته وویل چې د طالبانو پر ضد جګړې لپاره لښکرګاه ښار ته تازه دمه ځانګړي افغان ځواکونه رسېدلي دي: "تازه دمه ځواکونه، کمانډو ځواکونه په لښکرګاه کې ځای پر ځای شوي دي. تصفیوي عملیات یې پیل کړي دي. څنګه چې طالبانو د خلکو په کورنو کې ځایونه نیولي دي، په همدې خاطر عملیات په کراره. احتیاط او دقت سره تر سره کیږي."

د تیرو دوو اونیو راپدېخوا وسله والو طالبانو د هلمند پر مرکز لښکرګاه خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

تیره ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ وویل چې په هلمند کې د وروستۍ جګړې له امله ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او شااوخوا ۸۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو هم په لښکرګاه کې د خپلو وسله والو پر مختګ ادعا کړې او حکومت یې پر ملکي ځایونو په بمبار تورن کړی دی. خو حکومتي چارواکي وايي چې په هوايي بریدونو کې طالبان په نښه شوي دي.

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار دا مهال د شدیدو جګړو شاهد دی چې د ښار په ټولو برخو کې يې د حکومتي قواوو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه دوام لري.

د یادو نا امنیو له کبله د هلمند راډیو تلویزیون په ګډون ۳ سیمه ییزو تلویزیونونو او ۱۰ سیمه ییز راډیو ګانو خپل نشرات له تیرو دوو اونیو راهیسې درولي.

اړوند

XS
SM
MD
LG