د لاس رسي وړ اتصالات

امارات: د ټرمپ حکومت د ۳۵-اف جنګي الوتکو په پلورلو موافقه کړې وه


امارات وايي د اف-۳۵ الوتکو ترلاسه کولو ته منتظر دي
امارات وايي د اف-۳۵ الوتکو ترلاسه کولو ته منتظر دي

د متحدو عربو اماراتو چارواکي‌ وايي چې د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ د حکومت په وروستیو ورځو کې له امریکا سره د ۲۳میلیارد ډالرو په ارزښت د اف-۳۵جنګي الوتکو او نورو اړوندو دفاعي وسایلو د پلور تړون لاسلیک کړی دی.

په واشنګټن ډي سي کې د متحدو عربو اماراتو سفارت وايي‌ چې دا تړون د جنورۍ په ۱۹نهايي شوی و او د الوتکو د اخیستلو، قیمت، تخنیکي مشخصاتو او د سپارلو د مهالوېش تائید یې اوس مشخص او بشپړ شوی دی.

مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ ویلي وو چې دا معامله د ایران د ګواښونو مخه نیسي او د امریکا د بهرني ‌سیاست او ملي امنیت د اهدافو ننګه کوي.

خو د ولسمشر جوبایډن ادارې ویلي دي چې دا تړون به بیا ارزوي.

متحده عرب امارات د امریکا نژدې متحد دی او له پخوا څخه یې د دغو الوتکو د اخیستلو هیله لرله.

ښاغلي‌ ټرمپ دا هم ویلي وو چې له اسرئیل سره د متحدو عربو اماراتو د اړیکو له عادي کېدو وروسته د الوتکو د خرڅولو معامله ارزولې وه.

اماراتو ویلي دي چې په سیمه کې د شخړې کمولو ته ژمن دی او په دغه تړون سره به د امریکا-اماراتو نظامي همکاري نوره هم زیاته شي.

متحدو عربو اماراتو ویلي دي چې د جوبایډن له حکومت سره کار کولو ته لیوال دي.

XS
SM
MD
LG