د لاس رسي وړ اتصالات

د سعودي پاچا: ایران نړیوال امنیت ته ګواښ دی


د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز وايي، ایران د نړیوال امنیت لپاره یو ګواښ دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې نوموړي دغه څرګندونې نن جمعه د «مې پر ۳۱مه» د فارس خلیج د همکارۍ شورا د بېړنې ناستې د پرانیستې پر مهال کړي دي.

د سعودي پاچا په دغه ناسته کې ویلي:"ایران د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي، خپل اټومي پروګرام پراخوي، او په سمندرونو کې د وړلو راوړلو ازادي له خطر سره مخامخ کوي."

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې سلمان بن عبدالعزیز له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د نورو هېوادونو په چارو کې د ایران د لاسوهنې، سیمې او نړۍ ته د تروریستانو د استولو او په نړیوالو اوبو کې کښتو ته د ایران لخوا د ورپېښ ګواښ مخه ونیسي.

سعودي عربستان له تېرو دوو ورځو راپدېخوا «د فارس خلیج د همکارۍ شورا»، د عرب ټولنې بېړنۍ ناستې او د اسلامي همکاریو سازمان د دری بېړنو ناستو کوربه دی.

د فارس خلیج د همکارۍ شورا بېړنۍ غونډه پر داسې مهال تر سره کېږي، په دې وروستیو کې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې روانه میاشت د متحده عربي امراتو په اوبو کې پر څلورو سوداګریزو کښتو او د سعودي د تېلو پر انتقالونکو د حوثي یاغیانو لخوا د ډرون بریدونه وشول.

تر یادو بریدونو وروسته د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا سلاکار جان بولتون وویل، احتمال لري چې د دغه بریدونو تر شا د ایران لاس وي. خو ایران پر دغه کښتو په برید کې خپل هر ډول لاس لرل رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG