د لاس رسي وړ اتصالات

په لومړي ځل یوه عربه ستور مزلې روزل کیږي


عربي متحده اماراتو ۲۷ کلنه نورا المطروشي د امریکا د متحده ایالاتو د فضایي چارو په ادارې ناسا کې د ۲۰۲۱ کال د زده کړو د پروګرام لپاره انتخاب کړه.

عربي متحده اماراتو د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې یوه فضایي بیړۍ د مریخ مدار ته ورسوله او پدې توګه لومړنی عربي هیواد شو چې دا ډول یو فضایي ماموریت یې ترسره کړ.

عربي متحده اماراتو پدې وروستیو کې د خپلو اقتصادي فعالیتونو د متنوع کولو لپاره فضایي پروګرام ته مخه کړې او غواړي چې پر تیلو او ګازو باندې د خپل اقتصاد له حده زیات تکیه کول راکم کاندي.

د دوبۍ د محمد بن رشید فضایي مرکز ویلي، نورا المطروشي چې د عربي متحده اماراتو د ابو ظهبۍ د پطرولیم په ساختماني کمپنۍ کې د انجینرې په توګه کار کوي د ۴۳۰۰ کاندیدانو له ډلې نه انتخاب شوې ده.

عربي متحده امارات په پام کې لري چې د ۲۰۲۴ کال پورې خپله یوه فضایي بیړۍ سپوږمۍ ته هم واستوي او واندوینه کوي چې تر ۲۱۱۷ کال پورې به وکړای شي په مریخ کې د ژوند کولو خیال په واقعیت بدل کاندي.

میرمن المطروشي به د څلورو کسانو له ډلې څخه وي چې د امریکا د متحده ایالاتو د فضایي زده کړو د پروګرام لاندې متحده ایالاتو ته استول کیږي.

د عربي متحده اماراتو ملي فضایي پروګرام په ۲۰۱۷ کال کې کار پیل کړی دی.

XS
SM
MD
LG