د لاس رسي وړ اتصالات

متحده عربو اماراتو مریخ ته فضايي بېړۍ واستوله


دا لومړی ځل دی چې له عربي هېوادونو څخه مریخ ته داسې یوه بېړۍ استول کیږي
دا لومړی ځل دی چې له عربي هېوادونو څخه مریخ ته داسې یوه بېړۍ استول کیږي

د متحدو عربو اماراتو چارواکي وايي د دوشنبې په ورځ جولاۍ۲۰ (چنګاښ۳۰) له جاپان څخه یې مریخ ته یوه تحقیقاتي فضایي بېړۍ واستوله.

دا په عربي نړۍ کې لومړی ځل دی چې داسې یوه تحقیقاتي بېړۍ مریخ ته استول کیږي. ددې فضایي بېړۍ نوم «امل» دی چې معنی یې هیله ده. ټاکل شوې چې امریکا او چین هم ژر همداسې یوه بېړۍ مریخ ته واستوي.

د دوبۍ په فضايي مرکز کې ډېرو کسانو د دغې بېړۍ د توغولو شېبې ننداره کړې. دا بېړۍ چې توغول یې د بد موسم له کبله پنځه ورځې ځنډول شوي‌ وو، د جاپان د «تانیګاشیما» د فضايي مرکز څخه وتوغول شوه.

د متحده عربو اماراتو د مریخ د ماموریت مشر عمران یوسف په دوبۍ کې خبریالانو ته وویل چې بېړۍ کامیابه توغول شوې او اوس د مریخ پر لوري مزل وهي.

د اماراتو د فضايي ایجنسي مشر محمد الاحبابي د جاپان د تانیګاشیما څخه انلاین یو خبري کنفرانس ته وویل: "متحده عرب امارات اوس د یوې ډلې غړی شو. موږ به ډېر نور څه زده کوو، په ډېرو نورو مسایلو کې به دخیلیږو او موږ به خپل فضايي پروګرام نور هم پراخوو. "

دا بېړۍ به د سپتمبر په میاشت کې د مریخ د چاپېریال په اړه د معلوماتو د راټولولو او ځمکې ته یې د انتقالولو بهیر پیلوي او په دې اړه به هم معلومات راټولوي چې ولې په مریخ کې د آب او هوا ډېره برخه مخ په ورکېدو ده.

ټاکل شوې چې دا بېړۍ به د ۲۰۲۱ د فبرورۍ په میاشت کې خپل وروستي منزل مریخ ته ورسیږي. د فبروري میاشت د متحده عربو اماراتو د جوړېدو میاشت ده چې بل کال به یې ۵۰ کاله پوره کیږي.

XS
SM
MD
LG