د لاس رسي وړ اتصالات

عربي اماراتو کې د جنسي برابرۍ ټولې جایزې نارینوو گټلې


په متحده عربي اماراتو کې چارواکې د هغې نه وروسته د نیوکو سره مخامخ دي چې د کار په ځای کې یې د جنسي برابرۍ ټولې جایزې نازینوو ته ورکړی

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لیکي چې د متحده عربي اماراتو مرستیال ولسمشر شیخ بن الرشید مختوم بریالي شوي کاندیدانو ته جایزې ورکړې.

د متحده عربي اماراتو حکومت په دریو برخو کې جایزې ویشلې چې یو یې د جنسي مساواتو لپاره د حکومت په ادارو کې د تر ټولو ښه ادارې ته، یوه یې فیډرالي ادارې او بله د جنسي توپیر ختمولو لپاره تر ټولو ښه اقدامات کونکو ته ورکړل شوی.

دغه دری واړه جایزې یې نارینه و وگټلی. چې کله د متحده عربي اماراتو دولتي رسنۍ دغه خبر ټویټ کړ نو زیاتره تبصره کونکو ورباندې ملنډې وکړی.

د ټویټ په ځواب کې ځینو کسانو لیکلې دي چې "ایا دا ټوکه ده"؟ او پوښتنه یې وکړه چې داسې ډول جایزې ښځو ته ولې نه ورکول کیږي.

د گارډین ورځپاڼې د متحده عربي اماراتو د جنسي برابرۍ شورا د مشر له قوله لیکلي دي چې "دغه جایزې داسې ادارو وړي دي چې مشران یې نارینه دي."

په متحده عربي اماراتو له دی کبله د ډیر پخوا راهیسې نیوکې کیږي چې د ښځو د حقونو په اړه جدي اقداماتو ته ضرورت لري.

XS
SM
MD
LG