د سعودي عربستان اوسیدونکې ١٨ کلنه رهف محمد القنون، ویلي یې وو چې د خپلې کورنۍ د بد چلند په وجه له هیواد نه تښتیدلې ده. هغه اوس کاناډا ته روانه ده.
د کاناډا صدراعظم جستین ترودو، تائید کړه چې هیواد یې ددغې سعودي نجلۍ د پناه غوښتنې درخواست منلی دی.
ښاغلي ترودو وویل "دا (پناه ورکول) هغه موضوع ده چې مونږ پرې ویاړو، ځکه کاناډا یو هیواد دی چې په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو د دفاع په اهمیت پوهیږي."
رپوټونه وایي چې د استرالیا په گډون څو نورو هیوادونو هم د القنون د منلو په هکله د ملگرو ملتونو د مهاجرت ادارې سره اړیکه نیولې وه
ددغې ځوانې سعودي نجلۍ پناه غوښتنې په سعودي عربستان کې د ښځو د حقونو ستونزې په ډاگه کړې دي.
یو شمیر نورې نجونې هم د هغوی په وینا د کورني تاوتریخوالي په وجه له کورونو تښتیدلې وې خو په سرحدونو کې نیول شوي او بیرته سعودي عربستان ته استول شوي دي. د بشري حقونو فعالین وایي ډیرې نورې داسې پیښې هم شته خو رسنیو ته یې لاره نده موندلې.
القنون د بشري حقونو د څار سازمان ته ویلي دي کله یې چې په سعودي عربستان کې ژوند کاوه یواځې د ویښتانو د لنډولو په وجه د کورنۍ نارینو غړو وهلې او ټکولې ده.
القنون د کویټ نه د تایلند مرکز مانیلا ته پرواز کړی و او هلته تایلندي پولیسو تم کړې وه. هغې د ټولنیزو رسنیو له لارې نړۍ پر ځان خبره کړه او په اسیترالیا کې یې د پناه اخیستلو هیله څرگنده کړه.