د لاس رسي وړ اتصالات

سعودۍ نجلۍ وایي خوشبخته ده چې له کوره وتښتېده


هغه سعودۍ نجلۍ رهف محمد چې په وروستیو کې له دې کبله د خبرونو او بحثونو موضوع وه چې د خپلې کورنۍ نه د تېښتې لپاره یې ځان د تایلنډ د هوایي ډګر په یوې کوټې کې بند کړی و، وایي خوشبخته ده چې په تښتېدو کې بریالۍ شوه.

رهف محمد (چې د خپلې کورنۍ نوم القنون یې د نوم نه ایسته کړی دی) په کاناډا کې یوې خبرې غونډې ته ویلي دي چې هغه په‌دې کې بریالۍ شوه چې د سعودي نه ووځي او خپل ژوند وکړي، خو ډیرې ښځې داسې دي چې هغوی دا کار نشي کولی.

هغې وویل "زه خبره یم داسې ډیرې ښځې دي چې د تښتېدو کوښښ یې کړی و او لادرکه شوي دي او یا د خپلو حالاتو بدلولو لپاره هیڅ نشي کولی."

رهف محمد چې په ټولنیزو رسنیو د فعالینو د مبارزې نه وروسته ورته د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې پام شو او د هغې سره یې تماس ونیوه، دا وخت په کاناډا کې ده او د رسنیو ته یې ویلي چې دا "غواړي چې د نورو نجونو غوندې عادي ژوند وکړي."

رهف محمد خبریالانو ته وویل چې کورنۍ یې ورسره سم چلند نه کاوه "ما د دې اجازه نه لرله چې زه څه وغواړم و یې کړم، څنګه چې تاسو ته معلومه ده چې په سعودي کې دا د هرې ښځې سره کېږي ترڅو هغه ښه مېړه او یا مور پلار ولري"

هغې خبریالانو ته دا هم وویل چې په‌دې پوهېږي چې د نړۍ په بېلا بېلو ملکونو کې خلک غواړي د هغې په اړه خبر ووسي او نیکې هیلې یې ورته رالېږلې دي خو هغې زیاته کړه چې دا یو عادي ژوند غواړي.

XS
SM
MD
LG