د لاس رسي وړ اتصالات

د یوګاندا پوځ په ۲۰۰ بربنډو تښتېدلیو بندیانو پسې ګرځي 


چارواکي وايي تر دې دمه یې اوه تښتېدلي بندیان یې بېرته نیولي‌
چارواکي وايي تر دې دمه یې اوه تښتېدلي بندیان یې بېرته نیولي‌

د یوګاندا پوځ وايي د هېواد په شمال کې له یو زندان څخه شاوخوا ۲۰۰ بندیان تښتېدلي دي.

د چارواکو په خبره بندیانو د وسلو په یوې خونې برید کړی، یو شمېر وسلې یې اخیستې او بیا زندان ته ورڅېرمه صحرا او ځنګلونو ته تښتېدلي دي.

دوی ټولو د زندان اغوستل شوې زېړې جامې شکولي او غورځولي دي‌ چې تعقیب او موندل یې ستونزمن شي.

د یوګاندا د پوځ ویاند ډیو اکیکي وویل چې تر دې دمه اوه تښتېدلي بندیان بېرته نیول شوي دي ‌او درې نور یې وژل شوي ‌دي.

چارواکي وايي چې تښتېدلي‌ بندیان لوي مجرمین دي.‌

ښاغلي اکیکي وویل چې ښایي دا زندانیان په دغه غرنیزه سیمه کې ډېر ونه پايي او ډېر مقاومت ونکړای شي.

دا پېښه د چهارشنبې په ورځ شوې ده خو رسنیو ته تازه راووتله.

XS
SM
MD
LG