د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو کندهار کې د افغان کمانډو څلور سرتیري خوشي کړي ـ چارواکي

عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مسؤلین وایي، وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې د ملي پوځ د کمانډو څلور بندي سرتیري خوشي کړي دي.

په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اوردو ویاند ډګرمن یحي علوي نن چهارشنبه سپټمبر ۲ (وږې ۱۲) امریکا غږ ته یوازي د پوځ د څلورو کمانډو سرتیرو د خوشي کېدو تائید وکړ او پدې باب يې له ډيرو جزئیاتو له ور کولو څخه ډډه وکړه.

خو د کندهار یو لوړ پوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې څلور واړه د پوځ کمانډو سرتیري په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو قومي مخورو ته سپارلي او هغوی نن غرمه مهال ولایت مقام ته رسولي.

دغه راز سرچینې زیاته کړه چې ټاکل شوې تر نن ماپښين پوري دوه نور کمانډو سرتیري هم وسله وال طالبان په کندهار کې خوشي کړي.

سرچینې زیاته کړه: "د کمانډو سرتیري د ملي امنیت ریاست ته سپارل شوي او دغه کسان له تیرو دوو او درو کالو راهیسې له وسله والو طالبانو سره په بند کې وو دوه نور ملګري به يې هم تر نن ماپښين پوري را خوشي شي."

د خوشي شویو کمانډو سرتیرو په اړه د کندهار ولایت مقام له خبرو څخه ډډه کوي.

وسله والو طالبانو هم تر دا مهاله په کندهار ولایت کې د څلورو ازاد شوو افغان کمانډو سرتیرو په اړه تبصره نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د کندهار ولایت مقام وړمه شپه د دغه ولایت له مرکزي زندان څخه د پاتې ۳۲۰ طالبانو له ډلې د ۸ تنو د ازاېدو خبر ورکړی دی.

بلخوا ویل کیږي چې د افغان حکومت لخوا د څرخي پله له زندان څخه هم یو شمېر طالب بندیان ازاد شوي دي، خو په خپلواکه توګه تر اوسه پورې نه دي تائید شوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل تر دې مخکې ویلي و چې طالبان باید د خپلو پاتې بندیانو د خوشي کېدو لپاره د افغان حکومت کمانډو سرتیري ازاد کړي.

پر همدې مهال د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون نن چهارشنبه سپټمبر ۲ (وږې ۱۲) پر خپل ټویټر لیکلي چې دبین الافغاني مذاکراتو پیلېدو لپاره ټول خنډونه لیرې شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چېد بندیانو د تبادلې بهیر به ژر پای ته ورسېږي اوبین الافغاني مذاکرات به پیل شي.

• 16x9 Image

عزیزالله پوپل

عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG