د لاس رسي وړ اتصالات

د روغتیا سازمان د کرونا سره مبارزې ته ۳۰ میلیارد ډالر غواړي


د روغتیا نړیوال سازمان له نړیوالو څه باندې ۳۰ میلیارد ډالر غواړي چې له کرونا سره مبارزه چټکه شي
د روغتیا نړیوال سازمان له نړیوالو څه باندې ۳۰ میلیارد ډالر غواړي چې له کرونا سره مبارزه چټکه شي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د کروناویروس د معایناتو، درملنې او واکسین جوړولو د بهیر د چټکتیا لپاره څه باندې ۳۰ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د جمعې په ورځ جون ۲۶ (چنګاښ۶) د کروناویروس سره د مبارزې د بهیر د چټکتیا په اړه معلومات خپاره کړل.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي: "د لګښت پلانونه نن وړاندې شول چې په کې د (کروناویروس) د تشخیص، درملنې او واکسین لپاره د ۳۱.۳ میلیارد ډالرو غوښتنه شوې ده."

د روغتیا د نړیوال سازمان دغه پلان او نوښت «د کوویډ۱۹ وسایلو ته د لاسرسي چټکتیا» نومیږي. وايي دا پېسې به د کوویډ۱۹ سره د مبارزې نړیوالې هلې ځلې او نوښتونه چټک کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان په یوې اعلامیې کې ویلي دي‌ چې تر دې دمه د ۳.۴ میلیارد ډالرو ژمنه شوې ده.دا لومړی ځل دی چې د روغتیا نړیوال سازمان د کروناویروس سره د مبارزې لپاره د دومره پېسو غوښتنه کوي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي په ایالت کې خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون وايي چې تر دې دمه د دغه ویروس له کبله د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو او سیمو کې نژدې ۴۹۰زره کسان مړه شوي او څه باندې ۹.۶ میلیون نور انسانان په دغه ویروس اخته دي.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال د چین، امریکا، کاناډا، برتانیا، جرمني او ځینو هېوادونو او د روغتیا سازمانونو د کروناویروس ضد واکسینونونه ازمایلي او ویل کیږي چې شاید د روان کال په پای او یا د ۲۰۲۱ په پیل کې کې دا واکسین جوړ شي.

په همدې حال کې څو ورځې مخکې په انګلنډ کې څېړونکو وویل چې نوې موندنې یې ښيي د ډېکسامیتازون(dexamethasone) په نامه درمل د کرونا په ویرس د اخته کسانو په ژغورلو کې ګټور تمام شوي دي.

د نوې څېړنې له مخې دا درمل د هغو کسانو په ژغورولو او درملنې کې ګټور تمام شوي چې په کروناویروس اخته وو او د مصنوعي اکسیجن په مرسته یې تنفس کاوه.

څېړونکو وویل چې د دا ډول ناروغانو یوه په درېمه برخه د همدغو درملو په مرسته رغېدلي او ژوندي پاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG